داسې یې چې مروړي ښکلا څه غواړي
زړونو نه دا روې بلا څه غواړي
راشه چې دې سترګو څخه وپوښتم
دومره ډیر غمونه له ماڅه غواړي
هره ورځ سرونه دښامار خوله کې
خلک خبر نه د ي پاچا څه غواړي
مه پوښته دا توندې توپاني څپې
شګو نه ، له جوړې دنیاڅه غواړي
ما دې هیرې کړي دي خوږې سترګې
رامې شي خوبونو ته بیا څه غواړي
ولاړه شه یادونو ته او وپوښته
تیره ، هیره مینه له تا څه غواړي
کله چې لېوال په زړه دروګرځي
دومره یې درواخله چې دا څه غواړي
۱۳۸۹ ، لیندۍ، ۲۲
06.12.2010
- wadan
په ترکیه کې مې د ټولنپوهنې له یوه استاد سره د افغاني او ترکي ټولنو په مشابهتونو خبرې کولې، ټوکي او خوښمزاجه استاد و، د سیاسي ګډوډیو پرمهال یې د دوو سانډوګانو ( د دوو خویندو مېړونه) کیسه کوله چې یو سیاستوال و ، بل سوداګر . سیاستوال دکوم ګوند مشر شو او دا بل، چې سختې سیالۍ راپارولی و، خو د سیاست پوهه او حوصله یې نه درلوده ،کوم چا ته ډیرې پیسې ورکړې چې دده په نامه نوی ګوند ثبت کړي. دې طنز ته مو ښه وخندل او مجلس بلې خواته ولاړ ... خو ماته یې دځینو...
13.12.2010
- wadan
ویکي لیکس هم زوروره بلا ده ، د ډیرو لمنې یې پر سر راواړولې، خو له بده مرغه دملي ګټو په وړاندې دبې پروایۍ معافیت دومره زورور دی، چې ملي شرم څوک شرم نه ګڼي. ویکي لیکس ویل : داسې ښاغلي او اغلې شته (آن د ځینو پارلماني ښاغلیو ترلوړ بریده) ،چې له ګاونډیو څخه ښې پریمانه پیسې اخلي او بیا د هېواد دملي ګټو پرخلاف د ګاونډیو دکوردجوړولو په نیت خپل کور ورانوي. پخوا هم داسې څېرې وې چې د ګا ونډي ګوړه یې په جیب کې ساتله، خو دا به واړه مخبرین وو او که رسوا شوي...