په ترکیه کې مې د ټولنپوهنې له یوه استاد سره د افغاني او ترکي ټولنو په مشابهتونو خبرې کولې، ټوکي او خوښمزاجه استاد و، د سیاسي ګډوډیو پرمهال یې د دوو سانډوګانو ( د دوو خویندو مېړونه) کیسه کوله چې یو سیاستوال و ، بل سوداګر . سیاستوال دکوم ګوند مشر شو او دا بل، چې سختې سیالۍ راپارولی و، خو د سیاست پوهه او حوصله یې نه درلوده ،کوم چا ته ډیرې پیسې ورکړې چې دده په نامه نوی ګوند ثبت کړي. دې طنز ته مو ښه وخندل او مجلس بلې خواته ولاړ ... خو ماته یې دځینو ځینو افغاني سیاسي جوړښتونو بېلګې راپه یادکړې. اودا پوښتنه یې راوپنځوله چې د ګوندو د جوړیدو انګیزه څه ده؟
دلته ګڼ ګوندونه ددې لپاره جوړیږي ، چې ځینې وګړي پرې واک ته ورسیږي. دا به ښايي ناقانونه او ډیر هېښوونکی کار نه وي، خو د ګوندونو د جوړیدو او وجودي منطق پرخلاف کار هرومرو دی.
دګوندونو د جوړیدو سمه معادله دا ده، چې یو شمیر وګړي په یوه داسې فکري تګلوري سره سلا شي ، چې ددوی پراند دانساني ژوند دلاښه کیدو لپاره ترنورو تګلوریو غوره وي . نورو ته دهمدې فکر ورپوهاوی( تفهیم) او ترنورو فکري جوړښتونویې ښېګڼې زبادول د ګوند دمانوفیست بنسټ ګرځي او د دغه فکر عملي کول دګوند دمبارزې تاداو وي. تر دې ورهاخوا ګوندونه د خپلو چارو د سمون او دغړیتوب ، کار او سیاسي چارچلند لپاره نورې کړنلارې هم لري ، چې د ګوند دسپلین تنظیموي.
له پورتنیو یادونو څخه زبادیږي ، چې د ګوندونو لپاره داسې علمي- عملی تګلوری د ملاتیر دی، چې دهغو په مرسته دې دخپلو خلکو د انساني ژوند پرلا ښه والي هغوی قانع کړای شي.
اوس راځئ د یوه بریالي ګوند یوشمیر ځانګړنې وشمیرو:
ـ دانساني ژوند دلاښه والي لپاره دیوه علمي ـ عملي سیاست او فکر رامنځته کول ، پالل، پرمختګ او په بیلابیلو تاریخي شیبو کې یې نوي کول.
ـ دداخلي چار چلند لپاره منظبط او دسپلین راوستونکي قوانین.
ـ پاکلمنی، ژمن او خلکوته دمنلو وړمشرتوب، ترهغه بریده چې په داسې کیش شخصیت وانه وړي، چې په ګوندي دیکتاتور یې بدل کړي.
په دې کې شک نشته ،چې دیوه ګوند لپاره سیاسي څیرې ډیرې مهمې دي ، ځکه خلک ـ په تېره بیا په افغانستان کې ـ تر دې وړاندې چې وپوښتي: دا ګوندڅه غواړي ؟ لومړی دا پوښتي: چې څوک په کې دی ؟ یا چا جوړکړی دی؟ خو بیا هم ،بریالي ګوندونه هغه دي چې فکر محوره وي ، نه شخصیت محوره.
ـ دګوند بنسټ ښايي په خلکوکې وي نه په نظامونواو ځواکونو کې، دا په دې مانا چې ځواکمن او سراسري ګوندونه هغه دي چې د پرګنو له منځه راپاڅي او په ولس کې اغیز او منښت ولري . البته د ویرولو ، پيسو او ګوتڅنډنې په زور اغیز او دروغجن( کاذب) نفوذ نه، بلکې فکر ي منښت او اغیز.
ـ ګوند ښايي د دې لپاره هڅې وکړي چې دانساني ژوند دښېګڼې لپاره خپله فکري ستراتیژي عملي کړي او هر امکان ( دسیاسي ځواک په ګډون) دهمدې موخې لپاره وکاروي، نه دا چې د ځواک ګټل یې یوازینی هدف وي. او که نظام وغواړي د هغه فکري ستراتیژي ورعملي کړي ، نوګوند ته نه ښايي چې خپل وخت او توان پر واک ګټلو ولګوي.
اوس یې نو تاسو وسنجوئ ، چې موږ څو داسې ګوندونه لرو؟