ځنګل د ټولې نړۍ ګډ وطن دی
ځنګل چوپتیا لري
ځنګله کې ډېر رازونه پټ دي
ځنګل د پاڼو
دوښو
او د ریښو ښکلا ده
ځنګل د ټول خلقت د نیمې ښکلا غل ختلی
زه چې ځنګله ته راشم
د لیونتوب په مانا وپوهېږم
زه چې ځنګله ته راشم
د خپلې تیرې ماضي ورک ګامونه بیا پیدا کړم
زه د ځنګله په هره پاڼه کې ستا ښکلې خندا پېژنمه
چې په ځنګله کې ځان یوازې کړمه
نو زما خوښه ده چې هر څه کوم
که د ماشوم په څېر ټوپکې وهم
یا خو د زړه له کومې چیغې وکړم
هېڅ څوک به ونه خاندي
هېڅ چا نه نه شرمېږم
ځنګل د ټولې آزادۍ مانا ده
ځنګله کې ستا ښکلا
زما لیونتوب
او د طبیعت رازونه
ټول شنه شوي
زه له ځنګله سره همزولی روح یم
خدای خبر ولې په ځنګله مین یم
۲۶ میزان ۱۳۸۷
د ګلمارګ ځنګلونه ،کشمیر