ماین په ( الف) لیکیء
چې:
له (مین) سره یې فرق وشي
هسې هم
نن سبا
په دې وطن کې
له مینانو نه ماینونه ډېر دي
او
(ټوپک)اسم مذکر دی
(ټوپکونه) یې جمع
دې ته ( ټوپکې ) کارول ناسم دي
ځکه ټوپکې د ماشوم
منډو رامنډو سره
ښې ښکاري
سپېڅلې لوبې په بدرنګه نومو مه یادویء
۱۳۸۸ شپږم پېشلمی
26.08.2009
- wadan
شتمني ( ملکیت) هغه مادي یا معنوي ارزښت دی چې یو شخص، ټولنه یا هېواد یې له حقوقي پلوه د درلودو یا مالکیت حق ولري.
دغه مادي او معنوي ارزښتونه د بشري ژوند د ښېګڼې لپاره په کاریږي، نو ځکه مهم دي. یو شمېر داسې ملکیتونه هم شته، چې په ټول بشريت پورې اړه لري. خو موږ څه غواړو؟...
27.08.2009
- wadan
خپلو سپېڅلو ماشومانو ته
ټوپک او تو مانچې مه اخلیء
بیا
په نانځکو باندې
ډزې کوي
۱۳۸۸ شپږم پېشلمی...