د عرش له نوره راوتلې چینه
دعشق له خاورې سره ګډې اوبه
په دې هستۍ د ښځې نوم پورې شو
آدم یې سیوري د ښکلا ته ویده
دې لوپټې لاندې ماشوم للو کړ
له پاسه نور د خدای پرې ووریده
ماشوم پرې پوه نه شو آدم خبر نه
ښځې د ستورو هومره رنځ ولیده
ماشوم چې وږی شو شيدې یې ورکړې
آدم چې ستړی شو دې ونازاوه
ښځه هم وږې وه هم ستړې ستړې
هېڅ څوک په دغه راز ونه پوهیده
ماشوم چې لاس خلاص کړ د مور خندا وه
آدم چې لاس پرانیست، ددې په کې زړه
22.03.2008
- wadan
بس په شکرانه کې يوه خوله راوړهپال ګورم له رغوي سره زړه راوړه
نه مرمه ورځه سر ته مې مه كينهتږی يمه ولاړه شه اوبه راوړه
نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګيسترګې دې راپورته کړه باڼه راوړه
تاويل چې سترګې تورومه پرېتاويل دسوي زړه رانجه راوړه
نه به څښي لېوال دغه ترخه شرابته ورته د سرو شونډو خواږه راوړه ...
19.06.2008
- wadan
په عشق کې تریخ دی خدایږو تریخ د هېرولو فصلیو داسې فصل چې نور د خپلې مینې سترګې نه شې لیدیددې کږو وږو لفظونو مستانه لوستونکیه!یو څه له ځانه سره فکر وکړه!څومره ترخې شیبې ديچې په یو ښار په یو وطن کې مساپر شې ...