بس په شکرانه کې يوه خوله راوړه
پال ګورم له رغوي سره زړه راوړه
نه مرمه ورځه سر ته مې مه كينه
تږی يمه ولاړه شه اوبه راوړه
نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګي
سترګې دې راپورته کړه باڼه راوړه
تاويل چې سترګې تورومه پرې
تاويل دسوي زړه رانجه راوړه
نه به څښي لېوال دغه ترخه شراب
ته ورته د سرو شونډو خواږه راوړه
نوروز 1387
17.03.2008
- wadan
بیګاه مې خپل قبر په خوب لیدلیقبر مې اووه لارې دید راتلو اووه دروازې دلته راځيلوږه خپل ورور غیرت ...
18.06.2008
- wadan
د عرش له نوره راوتلې چینهدعشق له خاورې سره ګډې اوبه
په دې هستۍ د ښځې نوم پورې شوآدم یې سیوري د ښکلا ته ویده
دې لوپټې لاندې ماشوم للو کړله پاسه نور د خدای پرې ووریده
ماشوم پرې پوه نه شو آدم خبر نهښځې د ستورو هومره رنځ ولیده
ماشوم چې وږی شو شيدې یې ورکړېآدم چې ستړی شو دې ونازاوه
ښځه هم وږې وه هم ستړې ستړېهېڅ څوک په دغه راز ونه پوهیده
ماشوم چې لاس خلاص کړ د مور خندا وهآدم چې لاس پرانیست، ددې...