ستا غم په زړه کې ويښ دی
ستا د درد پیټی بار د روح پر اوږو
د بیابان سرې تېږې
او
زما د زخمي تلوکیسه
څومره چې ځم غرونه هم لرې روان
چانه پوښتنه وکړم؟
چې غرونه لاهم غمځپلو لیونیو ته پناه ورکوي؟
آیا په غرونو کې لا سمڅې شته چې :
د عشق له رنځه فراریانو ته ددمې کور شي؟
ته لا هماغسې د ژوند د بیابان سراب یې
لرې
ډېر
لرې د افق په څنډه
دنګه ولاړه یې او ګورې راته
ستا غم په زړه کې ویښ دی
او زما ړندې سترګې له خوبه باسي
زه له هغه ښاره وتلی یم چې
هلته د عشق ګناه تر قتله ستره
او وینې وړی دی د مینې فصل
غرونه !
چېرې دي غرونه
چې پناه وروړم
ستا غم په زړه کې ویښ دی
عجیب قانون دی د ښار
عشق ته د رسم او رواج زاړه کولپونه پراته
بازار د تورو او چړو پرانیستی
د دوست دیدن سخت
د دښمن تر قتله
لا ته ولاړه یې او ګورې راته
ستا غم په زړه کې ویښ دی
بیابان د پټو هدیرو سمندر
له تندې مرمه
اوبه نشته
وینه نه شم څښلای
چېرې ولاړه یې
زما لاس ونیسه
مرم درپسې !
رواج مې نه پرېږدي چې لاس دې ښکل کړم
ځکه ستا لاس ښکلی دی
او په ښکلا باندې د شونډو
موښل شین کفر دی
موږ له یو بله جدا
ځکه دیدن خو مو ګناه ده
ګناه !
یوه پوښتنه کوم
موږ د دیدن له ګناه ویره لرو
مګر هغه چې د انسان پر مرۍ تیغ را کاږي،
نه ویرېږي
ووایه کومه ګناه،
څنګه ګناه
لاس راکړه
مرم درپسې
مخ مې ښکل کړه
زما مخ سپیڅلې دی
د پاک کتاب د پاڼې په څېر
پر مخ مې ډېرې اوښکې وبهیدې
د هیڅ چا وینې ور الوتې نه دي
اوښکو زما پر مخ دا ستا د شونډو ښکلې سرخي نه ده وړې
ماته دعا شوې ده !
«خدای دې سرخرویه لره !»
ټول عمر ستا د شونډو رنګ ساتم
او سور مخ ګرځم
ستا غم په زړه کې ویښ دی
غرونه لا لرې دي
او زه ستړی یم
ته لاهم لرې د افق په څنډه
دنګه ولاړه یې او ګورې ورته
چې عشق قتلېږي د ګناه په نامه
۴ تله ۱۳۸۷