منم چې مرم درپسې
خو
بیا دې نه شم لیدای
بیا دې له تورو سترګو سپینې اوښکې نه پاکوم
بیا په بند ستوني
په نښتې ژبه
ستا دکتو په وړاندې نوم د مینې نه اخلمه
منم چې مرم درپسې
خو ما له خپل ژونده د تېښتې په لار
ستادژغورنې په نوم
دډیرو خولو د بندولو په پار
ځان سره دا منلې
چې په لیدو پسې دې ومرم
خو لېدای دې نه شم .
۱۳۸۸ د څيلې ۱۵مه
28.12.2009
- wadan
له شاه زمانه تردې زمانه موږ نه خپلواک وو او نه ښکېل.
له شاه زمانه تردې زمانه موږ د یوې داسې خپلواکۍ لپاره په جګړو کې تېره کړې، چې هېڅکله مو نه ده ګټلې، نه مو جګړه ګټلې اونه خپلواکي خو، هر څه مو پرې ژوبل کړي دي، د وطن آبادي، پرمختګ، پوهنه او آن ملي یووالی، دا خو منو چې ملي خپلواکي د یوه ملت د ژوند لومړۍ اړتیا ده، خو له موږ سره عجیب چل شوی دی؛ نه خپلواک یو نه ښکېل ،بلکې ټول عمر مو د خپلواکۍ د ګټلو په جګړه کې تېر شو. زما ل...
10.01.2010
- wadan
د ۲۰۰۹کال د جولای اتم ماښام :
ستړی ستومانه، دهوټل ۴۱۳نومره کوټې ته ننوتم، له دوبۍ څخه د جاپان تر ساپورو ښ...