دلته ، چې غم د ډوډۍ
یا خالي ، پوچې اندېښنې دسیاست
او خبرونه د مرګ
زموږ د ژوند کاغذي ګل رازمولي
په دې عجیب وطن کې
هیڅ څوک په دې غمیزه نه پوهیږي
چې څومره لویه تشه
او څه بدرنګه نشت دی
که هیڅ څوک نه شي پیدا
چې بل ته دا ووایي:
((تا سره مینه لرم! ))
03.05.2009
- wadan
دا ستا په خندا ګانو مې مینځلې دي سندرېدا دومره چې رڼې او شرنګېدلې دي سندرې
چې باد ته ستا دزلفو رشتې پورته په نڅا شوې په ما هغــــــــــــــــه شیبه را ورېدلې دي سندرې
رارغړي ستا له سترګو په رنجو ککړه اوښکه تصویر ته یې حیرانې غلې غلې دي سندرې
دا ستا دې ځمبېدلو سترګو څه جادو را وکړپه شونډو کې زما هم په خوب تللې دي سندرې
کاته دې که وژل نه کړي نو دومره راته وایهدا چا مې په زړګي کې را وژلې دي سندرې
یوڅوڅاڅکي یې پریوځي چې دا...
09.08.2009
- wadan
داسې هېوادونه شته چې هم خواري کوي اوهم فکر، پرمختللي او ماړه هېوادونه دي لکه جاپان، دجاپان خلک خواریکښ او ذهین دي، د ماشین په څېر کار کوي او د کمپیوټر په شان فکر.
داسې هېوادونه شته چې نه خواري کوي نه هم فکر، خو ماړه دي، د خلیج ځینې هېوادونه لکه عربي متحده امارات او نور داسې دي، د دوی لپاره بهرنیان...