تیاره ده ، تروږمۍ ده ، ستا یادونه او ډیوې
له سترګو سره جنګ کوي خوبونه او ډیوې
ستا زلفې یې په مخ دانه وانه وې خورې کړې
بېګاه یو ځای راغلي وو بادونه او ډیوې
ګیډۍ ګڼ کمیسونه په کې چټې پښتنې
واه ! ښکلي یوځای شوي دي ګلونه او ډیوې
دا خلک خړو کلیو کې بس خپل جانان ته پریږدﺉ
دا خلک درنه نه غواړي ښارونه اوډیوې
په تنده دی په منډه دی ملت مې په تیاره کې
خاونده! یو ځای ورکړې بارانونه او ډیوې
۱۳لیندۍ ۱۳۸۷
01.12.2008
- wadan
په هر طواف کې زما یاد ورسرههغه پر تور بخمل چې شونډې ږدي هم ما ښکلويزه یې په زړه کې ناست او حج کومهزه یې لېمو کې اوسم سعی کومورسره یو ځای ترمینا پورې ځمچې د زمزم چینې ته ورشي ما په اوښکو مینځيها توره تېږه ښکلوي هم زما د سترګو په خیالخدای ته نږدې له مانه لرې جانانمګر په زړه کې ناست دی دلې جانانلکه هاجر له ابراهیمه لرېپه زړه کې پټ د عشق ذبیح ساتيبیلتون په شګو ولي رجم کويد عشق څلویښت لمونځه د زړه یثرب کېله هر مناره د بلال ازانګې...
23.12.2008
- wadan
نه غواړم تیوریک تعریفونه وړاندې کړم، ځکه د پورتني سرلیک پر وروستۍ موضوع تم کېږم او د لومړنیو ترکیبونو وضعیت په افغانستان کې څېړم. خو لومړی راځئ وګورو چې هر ترکیب څنګه له یو بل سره بېلښتونه او تړښتونه لري.مدني حقوق : د ټولنیز ژوند لپاره د هغو وضع شویو اصولو مجموعه ده چې د فرد او ټولنې مسولیتونه، حقونه او حدود ټاکي او اصلي هدف یې د قانونمندۍ دودول دي، چې د بشري ژوند، آزادی او هوسایینه په ټولنه کې تضمینوي.د بیان آزادي : د هر فرد د فکر، وینا او ذهني شتمنۍ د ارائیې د آزادي حق دی، چې له قا...