نه غواړم تیوریک تعریفونه وړاندې کړم، ځکه د پورتني سرلیک پر وروستۍ موضوع تم کېږم او د لومړنیو ترکیبونو وضعیت په افغانستان کې څېړم. خو لومړی راځئ وګورو چې هر ترکیب څنګه له یو بل سره بېلښتونه او تړښتونه لري.
مدني حقوق : د ټولنیز ژوند لپاره د هغو وضع شویو اصولو مجموعه ده چې د فرد او ټولنې مسولیتونه، حقونه او حدود ټاکي او اصلي هدف یې د قانونمندۍ دودول دي، چې د بشري ژوند، آزادی او هوسایینه په ټولنه کې تضمینوي.
د بیان آزادي : د هر فرد د فکر، وینا او ذهني شتمنۍ د ارائیې د آزادي حق دی، چې له قانون سره سم د بل فرد وضع شوي حقونه تر پښو لاندې نه کړي.
د رسنیو آزادي : د ټولنیزو اړیکو د کار آزادي تنظیموي چې افراد او ټولنې د هغو په وسیله د بیان د آزادۍ حق تمثیل کړي.
او په دې توګه موږ ګورو چې د بیان آزادي د رسنیو له آزادۍ سره لفظی مترادفات نه دي، چې په افغانستان کې همدا هم ناسم تعبیر شوي دي. د بیان آزادي د بشري حقونو د یوه اصل په توګه یو نړیوال منل شوی ارزښت دی، چې د بشري حقونو په نړیوالو کنونسیونونو کې تسجیل شوي دي، حال دا چې د رسنیو آزادي د یوې ټاکلې ټولنې د سیاسي، کولتوري او ټولنیزو ځانګړنو په نظر کې نیولو له قید سره سم د مطبوعاتو د کار د څرنګوالي په اړه وضع کېږي.
تاسو وینئ چې هېوادونه او بېلا بېلې ټولنې د ځانګړیو شرایطو په پام کې نیولو سره بېلا بېل فوانین وضع کوي چې رسنۍ د هغو له مخې خپل فعالیت تنظیم کړي خو د بیان د آزادي لپاره داسې وضعي قوانین نه شته بلکې دا د ژوند د حق په څېر یو نړیوال اصل دی.
خو راځئ وګورو، چې په افغانستان کې ددغو آزاديو او حقونو په اړه زموږ وضعیت څنګه دی او ستونزې مو کومې دي.
د ټولنپوهنې له نظره افغانستان لاهم یو کړکیچن (بحراني) هېواد دی، جګړه، بې وزلي، نامتجانس جوړښت او د ټولنیزې پوهې ټیټه سطح ددغه بحران عوامل دي. په بحران ځپلو ټولنو کې د قانونمندۍ ریښې کمزوري وي او بشري حقونه، بشپړ نه شي تأمیندای له همدې امله آزادي ګانې هم تر پښو لاندې کېږي. څوک د بیان آزادي تر پښو لاندې کوي؟
زموږ لپاره دا پوښتنه یو څه فیشني ده، ځکه موږ لا دې پوښتنې ته ځواب نه لرو، چې ولې دلته په دومره اسانۍ سره انسانان وژل کېږي؟ د انسان په لومړنیو حقونو لکه ژوند، شخصي امنیت او کورني حریم باندې تیری کېږي او له دې ولس څخه یې ډوډۍ، ښوونځی او ملي هویت اخیستل کېږي.
د بیان آزادۍ خبره به څنګه وکړو، چې د بیان وسیله یعنې ژبه (همدغه فزیکي ژبه چې زموږ په خوله کې ده) را څخه غوڅېږي، دا یعنې څه؟غواړم ووایم، چې د جنایت د کېدو امکان او جرایم هغه وخت ډېریږي چې سیاسي امنیت نه وي، موږ دېرش کاله سیاسي ثبات، امنیت او مدني ژوند نه درلوده له همدې امله د مدني آزادیو د ښېګڼو په اړه فکر نه شو کولای.
سیاسي ثبات او د بشري حقونو د تأمین اصل یو د بل لازم او ملزوم دي، خو د دواړو لپاره څنګه کار وکړو او له کومه ځایه یې پیل کړو، موږ افغانان یې لا هم په چل نه پوهېږو. کله چی وایو افغاني ټولنه یعنې ۸۵٪کلیوال او ۱۵٪ښاري اوسیدونکي اوسنۍ احصایې ښيي چې له ۸۵٪کلیوالو څخه هم تقریباً ۲۰٪پر ښارونو هجوم راوړي چې روزی بوده کړي او په دې توګه نه ښار د ښار په څېر دی او نه هم کلی د کلي په شان. د ښار او کلي تر منځ پټه جګړه په شدت راونه ده او کلی له ښار څخه د انتقام د اخیستلو په لټه کې دی. فرض وکړﺉ د وزیر محمد اکبرخان مینې او شهرنو اوسیدونکي دا خپل مدني حق بولي چې نایټ کلپ دې ولري او څو ساعته دې په کې خوشاله تېر کړي خو د لرې پروت بدخشي یا هلمندي لپاره د نایټ کلپ درلودلو حق مسخره دی لا تردې بدتره، د کفر او بې لارې توب نښه او د له منځه وړلو او نابودولو مستحق، په دې منځ کې څوک حق په جانب دی؟ خدای خبر، په دې هم لانه یو خبر چې څنګه باید ۱۵٪په حقونو خبر نفوس د ۸۵٪په اصطلاح بې خبر نفوس رهبري پر غاړه واخلي او له مدني ژوند سره یې اشنا کړي. دیموکراتیک اصول، د بشري حقونو داعیه او د بیان آزادۍ مسله خو تعلیمي کار ته ضرورت لري. ځکه موږ خو دا د ټولې افغاني ټولنې لپاره غواړو نه یوازې د ۱۵٪بې بریښنا ښاریانو لپاره، چې هره شپه ۳لیتره تیل د خپلی کورنۍ له ګیډې څخه په راګرځول شویو پیسو اخلي چې جنراتور روښانه کړي او له ډېرو خواریو وروسته د تولسي ډارمه وګوري، که دا ډرامه چا د افغاني ارزښتونو پر خلاف وګڼله نو ګواکې د بیان آزادي پر ضد اقدام دې وګڼل شي او پر ګڼو ټولنیزو لانجو دې یوه بله هم ور زیاته شي.
اوس نو تفاوت له ورایه ښکاري، داسې ښار  او هسې کلی. دا حقیقت منو چې تر بلې هرې با ثباتې ټولنې موږ ډېر د بیان آزادۍ حق ته اړتیا لرو، ځکه موږ باید د بیان آزادۍ له حقه استفاده وکړو او حقایق روښانه کړو، چې له بحران څخه راووزو، خو له بده مرغه د بیان د آزادۍ حق د تولسي په ډارمه کې منحصر پاتې ده، او څوک په دې فکر نه کوي چې بریښنا ولې نه شته. د بیان آزادي داده، چې ملت په زغرده له مقاماتو څخه پوښتنه وکړي چې:
افغانستان د روانو اوبو پراخې زېرمې لري او دغه هېواد ددغو اوبو په کارولو،  تر خپل ضرورت ډېره بریښنا تولیدولای شي، ولې په تېرو اووکلونو کې حتی یو لوی بند هم جوړ نه شو، چې لږ تر لږه وزیر اکبر خان مینې، شهرنو او مکروریانو ته بریښنا ورکړي؟
د بیان د آزادۍ له حق څخه باید ملت استفاده وکړي او خپل غږ داسې را پورته کړي چې ولې لا هم د انسان او مسلمان د وژلو کبیره ګناه د اسلام د سپیڅلې دین په نامه کېږي حال دا چې دغه دین په کلکه ددغې بېرحمۍ خلاف دی؟
 له بده مرغه بهرنۍ ډرامې، نڅاګانې، سیاسي کنځلې او د خپلو جنګي ډلو په ګټه ناسم تبلیغات زموږ لپاره د بیان د آزادۍ اصلي مفهوم دی.
نو بايد څه وکړو؟
ځواب د یوه مثلث په منځ کې دی چې په درېیو کونجونو کې یې دولت، د مدني ټولنې بنسټونه او ملت واقع دي. خو زما په فکر لومړی مسؤلیت د مدني ټولنې د بنسټونو پر اوږو دی.
د مدني ټولنې بنسټونه او په هغو کې مطبوعات، ګوندونه، تعلیمي موسسې، فرهنګي ټولنې نا دولتي ټولنې، ټولنیز سازمانونه او د بهرنیو NGO ګانو څانګې ښايي په ملي سطح یو داسې میکانیزم رامنځ ته کړي، چې تر هر څه وړاندې ولس ته دغه ټول اصطلاحات د دوی په ژبه او  ددوی د پوهې له سطحې سره سم  وروپېژني.
لږ تر لږه په دې اړه عامه پوهاوي ته زمینه مساعده کړي چې د بشر حقونه د اسلامیت او افغانیت پر ضد دسایس نه دي. آیا موږ لاتر اوسه داسې یو عملي او علمي میکانیزم لرو؟ له ولس څخه زما هدف ۸۵٪نفوس دی، چې موږ د هغوی لپاره دلته راټول شوي یو. څنګه کولای شو یو شمېر اصطلاحات ومینځو؛ دموکراسي، سوله، بشري حقوق، ګوند، شفافیت، د بیان آزادي، مطبوعات او نور نومونه دومره سولول شوي او ناوړه استفادې ترې شوي چې د خلکو ډېر نه خوښېږي، دغه اصطلاحات باید بیا په ذهنیتونو کې ومینځل شي او دا د مدني ټولنې د بنسټونو کار دی. دا به سمه نه وي چې موږ دې د یوه ملت لپاره داسې څه وغواړو چې هغه یې په ټولو ښېګڼو نه وي خبر. د مثلث بله څوکه دولت دی، دولت هغه موسسه ده، چې قانون جوړوي، پلی کوي یې او نظارت یې کوي، دولت د خلکو له حقونو څخه ساتنه کوي او داسې یو سیستم دی چې ټول اجرات یې د ملت په ګټه وي. آیا په افغانستان کې همداسې ده؟ نه! ولې؟ ځکه د دیموکراسۍ د اصل له مخې د دولت پر کړنو نظارت نه شته. څوک به دا نظارت کوي؟ خلک! ولې خلک دغه نظارت ته په کمه ګوري؟ ځکه په اهمیت یې نه دي خبر، موږ  ګورو چې د یوې تورې حلقې په منځ کې سرګردانه یو او هېڅ یو خپله دنده سمه نه ترسره کوو، یوازېنی دلیل یې هم د درې واړولوریو ناخبري ده او بې خبري خو معقول عذر نه شي ګڼل کېدای.
لنډه نتیجه همداده چې موږ  باید له الفبا څخه پیل وکړو. د خلکو عنعنوي ارزښتونه په پام کې ونیسو، عقایدو ته یې درناوی وکړو، له هغوی سره پر ځمکه کینو او د بشري حقونو په ښېګڼو یې خبر کړو.
دا هغه لاره ده چې لویدیځ انسان څو پیړۍ وړاندې عملي کړې وه. دا پروسه یوه علمي هڅه ده چې څنګه انسان د پاملرنې په محراق کې ودرولی شو، او موږ هم باید ددې وطن انسان د پاملرنې په محراق کې ودروو، چې ښه ژوند، آزادی او بشري حقونه د هر افغان لپاره زموږ هیله ده خو شرط یې دادی چې هر افغان په دې وپوهوو او هغه یې راسر ه ومني.
دې ته د وررسېدو میکانیزم او لاره چاره څنګه جوړه کړو، زه پرې نه پوهېږم، دا ستاسو پوهانو کار دی، خو زه همدومره پوهېږم چې همدا نن یې باید پیل کړو.