های !
د داود او سلیمان هیواده!
خاوره دې وینو سره ګډه خټه
او هر دیوال دې د انسان له سویو چیغو نه رنګ
موږ ستا تصویر کې ډېر څه نوي وینو:
یو ماشوم څنګه په ګولۍ سوری کیږي
او یو ځوان څنګه ځنکدن کوي
پر ځمکه باندې خوله لګوي
یوه مور څنګه د اسمان لوري ته مخ اړوي، چیغې وهي
او د څلورو میاشتو ښکلی هلک
لکه ویده چې وي په خپلو راوتلیو کولمو لوبې کوي
موږ د اقصی له دیوالونو سره جنګ د چیغو هم ولیده
او د زلمیو د سلګیو انګازې چې د شرقي دیوال
تر خښتو رسي!
هیڅ پیغمبر د دومره وینو خوب لیدلی نه و،
موسی!
عیسی!
آخر زمانه نبی!
ګورﺉ ! انسان
لکه یو وږی لیوه
د بل انسان پر غوښو غاښ تیروي
هغه انسان چې تاسو!
ددغې ځمکې پر سر
د مخلوقاتو خلیفه وټاکه
هغه انسان اوس د ماشوم پر وینو
د خپل مذهب دعا په فخر لیکي
هغه انسان د خدای رضا
د بورو ورارو په غوغا کې ګوري
هیڅ پیغمبر په خپل هیواد کې د سیاست په نامه
د فاجعې حکومت نه وغوښتی
های!
د داود او سلیمان هیواده!
یوځل زخمي لاسونه وخوځوه
پاس د آسمان خواته یې لپه یوسه
د ټولو سترو ارواګانو لمن وننګوه!
یوځل پوښتنه وکړه
چې داسې ولې کیږي
ولې د هیچا په سینه کې زړه د غوښې نشته
ولې سندره د لیوه د غاښو
او د تنکي ماشوم د غوښو لاهم
د مدني انسان په غوږ ښه لګي؟
۲مارچ۲۰۰۸
کابل