شعرونه
د اندېښمن ځاځي نوی غزل
بس ارمان ، ارمان ،ارمان دى انتــظار دى زمــا ژوند
يوه اوښـــکه يوه ســـلګۍ ده يــوه څړيــــکه د دردو ده
د ناصور غوندې را غـاړې يــو پرهـــار دى زما ژوند
بې له درده يې څه را کـــړل بې له درده پکښې څه دي
د دردونـــو په ګــــرداب کـــې را ايســار دى زما ژوند
اى سلـــګۍ دې لږ په پــام کړه را ګذار چې ترينه نشي
لـــکه اوښـــکه د بــــاڼو په اوږو بـــــار دى زما ژوند
زما د مات زړګې په شانې دى ټوټې ، ټوټې مات شوى
د ارمــــان د لــــوى کړنـــګه را ګــــذار دى زما ژوند
د الله د لــوى مخــلوق سره مې مينه پکښـــــې کــــړې
انديښمنه بــس په دې جــرم پــــه دار دى زمــــــا ژوند