رالېږونکی:paktianay
د رالېږونکي پته: hamida_paktianay@yahoo.com
نېټه:2008-06-30
د اريوب بلوګ چلوونکيو سلامونه
لاندې شعر مې بلېنډې بدرۍ ته ډالۍ کړی دی هيله ده، چې په پاڼه کې ځای کړئ.
غزل _ حميده پکتيانۍ
خيال کې ستا د مخ له تماشې نه وتې نشمه
څرنګه دې رام کړم له اودې نه وتې نشمه
ته خو مې ظالمه کله کله حال احوال پوښته
زه خو يم مجبوره دروازې نه وتې نشمه
غرونه غرونه خاورې دي د جبر زه ترې لاندې يم
ځکه د ارمان له مقبرې نه وتې نه شمه
زه د يوه داسې مينه ناک انسان په لټه يم
چې زه يې تمام عمر حافظې نه وتې نشمه
خدايه ته مې بلې زمانې ته ترېنه پورې کړې
خپله خو له خپلې زمانې نه وتې نه شمه
زه لکه معصوم ماشوم په سرو لمبو کې ګېر يمه
خوار افغانستان يم له جګړې نه وتې نه شمه
خدايه ته مې داسې د جانان زړه کې راشنه کړې چې
ټول عمر له دغې ايينې نه وتې نه شـــــــــــــــــــمه
اوځمه له ځانه له جهانه لرې لاړه شم
ګرانه ستا د خيال له دايرې نه وتې نه شمه.
( حميده پکتيانۍ)