راګوري ، نه راځي پخپل کړي سوګند ولاړ دی
لکه ګلاب د خپل وجود کاسه کې بند ولاړ دی

له جنتي ګلبڼ راوتې ننداره ده دغه؟
که یې پر مخ باندې له شرمه، سپین مړوند ولاړ دی

هغه ماښام هغه باران هغه نښتې شونډې
زما په خوله کې وله اوس هم هغه خوند ولاړ دی

دخپل کرم د ساړه سیوري لاس راوغزوه
د یو ارمان ټکنده لمر و ته مې ژوند ولاړ دی

لکه غاټول په یوه پښه په پخه شپه کې جلان
سوال او زرۍ کا، خدای ته خاص ستا په اړوند ولاړ دی


سيدجيلاني جلان