ما در ته ويل مکــړه اعتبار زړګيه ودې ليدل؟!
څنګه يې در کړلو ګذار زړګيه ودې ليـــــدل ؟!
ما در ته ويل چې ددې وخت جانــــان وفا نلري
وي تر مطلبه پورې يار زړګيه ودې لــــيدل ؟!
ما درته ويل چې د منصور رسم ته مه ګواښيږه
دلته منصور خيژي په دار زړګيــه ودې ليدل ؟!
زما دې نه منل چې ويل به مې کباب به دې کړي
د ښکلو ميـــــنه ده انګار زړګــــــيه ودې ليدل ؟!
دا ځواني مرګه ځواني هم د وخت يارانو په څير
ســـړى پريږدي په نيمه لار زړګيه ودې ليدل ؟!
يادګيرنه
نوموړې غزل د ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه) کتاب نه اخيستل شوى دى
17.06.2008
- اريوب
لکه ته يو خوږ ارمان رانه چاپير دى د زړګي کور مې دشاتو اور کې ګير دى
يار له خپل ښايسته څو چنده لوړ ګرځيزورور سيند دى د غرو په سرو تير دى
د بارخو جام يې عجب خانه خراب کړمتصور د ازاد ژوند راځينې هير دى
دا چې ښکلي يې نه خوري ګونا يې خپلهزما زړه خو د اومو شيدو پنير دى
پر شډل جلان د ښار ښکلا ميينه د غره کاڼي سره زيړ ګلاب کوشير دى
سيدجيلاني جلان...
26.06.2008
- اريوب
راګوري ، نه راځي پخپل کړي سوګند ولاړ دیلکه ګلاب د خپل وجود کاسه کې بند ولاړ دی
له جنتي ګلبڼ راوتې ننداره ده دغه؟که یې پر مخ باندې له شرمه، سپین مړوند ولاړ دی
هغه ماښام هغه باران هغه نښتې شونډېزما په خوله کې وله اوس هم هغه خوند ولاړ دی
دخپل کرم د ساړه سیوري لاس راوغزوه د یو ارمان ټکنده لمر و ته مې ژوند ولاړ دی
لکه غاټول په یوه پښه په پخه شپه کې جلانسو...