لکه ته يو خوږ ارمان رانه چاپير دى
د زړګي کور مې دشاتو اور کې ګير دى
يار له خپل ښايسته څو چنده لوړ ګرځي
زورور سيند دى د غرو په سرو تير دى
د بارخو جام يې عجب خانه خراب کړم
تصور د ازاد ژوند راځينې هير دى
دا چې ښکلي يې نه خوري ګونا يې خپله
زما زړه خو د اومو شيدو پنير دى
پر شډل جلان د ښار ښکلا ميينه
د غره کاڼي سره زيړ ګلاب کوشير دى
سيدجيلاني جلان
04.06.2008
- اريوب
بې پرواياره چې ته مې له زړه باســــــــــــــــــېنه چې زه هم زړه دبل ښكلــــــي ډالۍ كـــــــړمنه چې ستا دناز كيسې له ياده پرې كـــــــــړمنــــــه چې خپـــــله مې دزړه غوښې پردۍ كړم بې پــــــــــروا ياره په ياددې يم كه نه يـــــــــــمخــــــــــداى دې نكړي چې زمالــــه ياده لاړشېخداى دې نكړي دتصويرنقش دې وران شيخداى دې نكړي اسوېلو كې مې ويجــاړ شې ...
22.06.2008
- اريوب
ما در ته ويل مکــړه اعتبار زړګيه ودې ليدل؟!څنګه يې در کړلو ګذار زړګيه ودې ليـــــدل ؟!ما در ته ويل چې ددې وخت جانــــان وفا نلري وي تر مطلبه پورې يار زړګيه ودې لــــيدل ؟!ما درته ويل چې د منصور رسم ته مه ګواښيږه دلته منصور خيژي په دار زړګيــه ودې ليدل ؟!زما دې نه منل چې ويل به مې کباب به دې کړي د ښکلو ميـــــنه ده انګار زړګــــــيه ودې ليدل ؟!دا ځواني مرګه ځواني هم د وخت يارانو په څير...