چــې يـــــو بل تـــه دومـــره ګـــران يــــو زه او تــه
بس د ستــــړي وخت يــــاران يــــــــــــو زه او تــه
په يـــو درد يو درديــــدلــــي دوه جســــمونــــــه
چـــــــې يـــــــو ډول پــــريشــــان يـــــو زه او تـــــه
چـــې تقــديــر يـــــو پـــه کوم لـــوري ګـذار کړي
وتــــي غشــــي لــــه کمــــان يــــــــــــو زه او تـــــه
ستــــړى ،ستــــړى مـزل کړو منــزل به مــــومـو
لاروي د يـــوه کـــــاروان يــــــــــــــــو زه او تـــــه
ترنــــــم بــــــه د ګلــــونـــو را ژونــــــــــــدى کـــــړو
ښـــکلي څـــــاڅـــــکي د بــــــاران يـــــو زه او ته
کـــه حــــــالاتــــو مــــــو ځـــوانۍ په غم تروړلي
خـــو پــــــه زړونــو کـې لا ځــــوان يو زه او تـــه
په ســـرو مـــو چـــا د رحـــــم لاس تيـــر نه کــــړ
ژړيــــدلــــي يتــــيمــــــــان يــــــــــو زه او تــــــــه
زمــــــونـــږ زړونـــه هـــم مــاتيــــږي انديښمـنه
کاڼـــــــي نـــه يــــو انســانـــان يــــــو زه او تــــــــه