راليږونکی :نیکمل ځاځی
د راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.com
نيټه : 30-07-2008
ځانمرگی برید

خزان راپیښ شو سره گلــــونه توی شــول
له خوړین زړگی می آرمانونه توی شــول
دا ځل به بیا ویر او غوغا پورته شــــــی
ځانمرگی برید وشو سرونه توی شــول
دغــــه د کــــوم یــــوه ظالــــــم د لاســـــــــه
دا ځای په ځای چې اندامونه توی شــول
لاندی یې سم دم انسـانان قتــــل کــــــړل
پاس له مارغانو نه وزرونه توی شـــول
د چــا نه غوښـــې په دیـــوال ونښـــــــتې
دچانه پښــې د چا لاســونه توی شـــول
د خوار یتیم سلگۍ به څوک غلې کړي
چې یې د ژوند ټول امیدونه توی شــول
آه چـــې راوپاریــــږي پورتـــــه درومــــــي
زما له زړه څخـــــه آهــــــــونه تـوی شـــول
خــــــــدایه له مونږ کومه خطا شویده
چې مو پر خــاوره آفتــــــونه توی شــول
راځـــــــــی په گډه یې راټول کړو ســره
د نیکمل شعر څخه بیتونه توی شــول

نیکمل ځاځی