شعرونه


غزل --شاه سعود

غــــــزل شاه سعود سعود ما نه مه جوړوه ما تر امتحانه هسې نه چې خيانت شمه له ځانه هم د خاورو نه جوړيږي رڼاګانې هم د ځمکې سلسله ده تر اسمانه ګمنامي به مې د مخ نماېنده کړي څوک به راشي بی نموده بی نشانه خاموشۍ سره وجود له منځه نه ځي ګل هم دغه شانتې ښه دی بی زبانه بیړه مه کوه منزل د ټولو یو دی صبر وکړه قافله ده راروانه  

10.01.2008 نصرت الهام

غزل -- نيازی

  غزل رفيع الله نيازی زړۀ مې ماشوم شو رانه غواړي د څنګل خوبونه نن يې وريږي پۀ خاطر کې د يو ګل خوبونه يو ځل مې بيا پۀ خپله غېږه کې راونغاړه لږ ز ما يا ديږي ستا د زلفو د ځنګل خوبونه پۀ ټټر ځای ورکړه چې مينه مې دمه شي لږه پرېږده چې وکړي څو شېبې دې  پۀ ګوګل خوبونه ګوندې دا ستا د ټيکري پيڅکه جوړه شوې وی زۀ چې يو څو ورځې مې وی ک

10.01.2008 نصرت الهام

غزل --- اتل خوږياڼى

    غزل اتل خوږياڼى د ژوندون تازه ګلاب راسره شته دى تسپې هم لرم شراب راسره شته دى ورته وايم به چې تا غوندې مين وم بس همدغه يو ثواب راسره شته دى را نيږدې شه چې خولګۍ ته در نيږدې شم ستا د هر يو سوال ځواب راسره شته دى که څپو ، څپو اخيستى يم ډاډه يم زه مين يمه حباب راسره شته دى څوک مې نه بولي (اتل) د ژوند د فلم يو تصوير د انقلاب راسره شته دى

09.01.2008 نصرت الهام

څلوريزه

  څلوريزه دژوندون تازه ګلاب راسره شته دى تسپې هم لرم شراب راسره شته دى ورته وايم به چې تا غوندې مين يم بس همدغه يو ثواب راسره شته دى    

02.01.2008 نصرت الهام

د مينه والو رالېږلي شعرونه .

  راليږونکی :محمد وزیر رواند راليږونکي پته :jahani_habibi@yahoo.comنيټه : 30-12-2007

31.12.2007 نصرت الهام

غزل -- اجمل فطرت

يادونه : دغه شعر محمد اجمل فطرت رالېږلى دى . ورته خپروو يې .   غزل ما چې کله ستا د غم سندرې ويلې لېونيو چم په چم سندرې ويلې بس عجيبه غوندې مينه وه د دواړو دلته ګل دلته شبنم سندرې ويلې ستا په نوم چې ستا د چم خلکو سنگسار کړم ما په هغه وخت کې هم سندرې ويلې د زړگي د مات رباب په هر يو تار مې د درخو او د ادم سندرې ويلې هر خوږمن مې راته ويل چې شه منکر خو!! ما تر داره د صنم سندرې ويلې له فطرته و مجبوره

27.12.2007 نصرت الهام

د مينې شاګرد

يادونه : دغه شعر ښاغلي مصطفى اکبري رالېږلى دى ، اکبري صيب د بي بي سي د ماشومانو په تعليمي پروګرامونو کې د بنجاري ماما په رول کې کار کاوه  ، او اوس همدلته د دري ژبې ليکوال او پروډيوسر هم دى . تنده www.tolafghan.com/thanda   د مينې شاگرد   شاعر نه وم شاعر شوم ستا د عشق شعرونه وايم په ښارو په بيديا کې په دښته او په

27.12.2007 نصرت الهام

يو شعر - انتخاب عبدالوهاب بلال

  راليږونکی :عبدالوهاب \\د راليږونکي پته :a_bilal_m@yahoo.comنيټه : 26-12-2007 د خپل فکر بت خانه کي جوړوم ستا تصويرونه د ګلاب په شان ځواني ستادواړه سترګي دي ګلونه چه په مخ دي لاس را کاږمنو ويښته دي رانه وران شي چي ويښته دي سمومهنو باڼه دي رانه وران شي کله ځان ته په غصه ش

27.12.2007 نصرت الهام

غزل - جلال امرخېل

  غزل جلال احمد امرخېل پړمخې پروت په ميکده کې نه يم جانانه لا خو په نشه کې نه يم څه وايې تا به راته نه راکوي ؟ورته پنځه وخته سجده کې نه يم ؟نصيبه ووايه ګناه مې څه ده ؟چې تل په ځه کې يم راځه کې نه يم نن مې په خپل نظر شکمن غوندې يم نن دې د سترګو ائېنه کې نه يم له دې نه پس درپسې نه ژاړمه له دې نه پس دې په کيسه کې نه يم د اسرافيل يوه شپېلۍ مو ترمنځ درنه په لرې فاصله کې نه يم زه درنه

27.12.2007 نصرت الهام

غزل

غزل هميش پريږدي ما څنګ ته خپل ديوال زما ملګریتل بد وي  او که ښه شي هم زما حال زما ملګری د لرې لرې ماته اشارې چې کوي تل په ټول بدن کې ستا د زنې خال زما ملګری ستا د طوفاني نظر د ماتې به سبب شي چې شته د اسويليو نه جوړ ډال زما ملګری يار ستا حسينېه غاړه به

26.12.2007 نصرت الهام

غزل ---الهام

  غزل نصرت الهام آن تر سبا راپسې منډې وهي ياد د يو چا راپسې منډې وهي لکه مجنون ورپسې منډې وهم لکه ليلا راپسې منډې وهي د مرګ په لوري ورنه تښتمه زه د مرګ بلا راپسې منډې وهي کله ساقي راته ډک جام نيولى کله ملا راپسې منډې وهي الهامه ! غم به دې ترڅو ژاړم يوه خندا راپسې منډې وهي

25.12.2007 نصرت الهام

سوچه کافر ---نظم

سوچه کافر يادونه : دغه  وخت چې زمونږ ادبي ياران د هجرت له ديار ( پېښور ) نه  هېواد ته راستانه شول او دلته يې دندې شوې ، ځينو نورو يارانو به بيا هلته د طنزپه ژبه (سوچه کافر) بلل ، د همدوى له جملې يو ښاغلى الهام هم و چې  په کابل کې يې د دندې سره د پېښور ادبي بانډارونه پالل ، د هغه د تسلۍ لپاره مې دغه نظم ده ته ډالۍ کړى دى   .شيرين زى تا هم پرېښودم يوازې ګرانه تا هم راته&nbs

24.12.2007 نصرت الهام

وطن ---نبيله غزل

وطن نبيله غزل دا وطن زما وطن دى زمونږ پېغلې ، زمونږ ژڼي ډېر له دې وطن نه ځار دي دا لنډۍ درسره واخله(( انګرېز له ورشه ورته وايه د پښتنو په ملک دې نه ږدي قدمونه ))

24.12.2007 نصرت الهام

دوه غزلونه - بابر امين زى

غزل ستا دې او زما سترګې ملګريه موږ پسې دنيا سترګې ملګريه  زه به پرې مزل په شپو کې لنډ کړمه ستا کوي رڼا سترګې ملګريه  ماته په غضب چې اشنا وګوري اخلي رانه ساه سترګې ملګريه  ړوند ؤ تر پرونه پورې يار نن زه ورکړې يار ته ما سترګې ملګريه  زه بابر به ستا په کلي نه درځم تا کړې نا اشنا سترګې ملګريه   غزل دا نظ

12.12.2007 نصرت الهام

جينۍ --رياض تسنيم --کراچۍ

  يادونه : دا نظم د ښاغلي تسنيم له کتاب نه درته غوره شوى دى ، رياض تسنيم د کوزې پښتونخوا تکړه شاعردى چې په کراچۍ کې اوسېږي نوموړى خوږه او خوندوره شاعري لري دلته ( کابل کې ) يې د امن په مشاعره کې هم ګډون کړى و ، دغه کتاب يې (( دا کوم رنګ مې کشيد کړى )) ګران ملګري باز محمد عابد د لوستلو لپاره راکړى و ، چې ما ترې يوڅه شعرونه کمپوز کړم او غواړم تاسې سره يې شريک کړم . الها م

10.12.2007 نصرت الهام

غزل -- نبيله غزل

غزل نبيله غزل زلفې خورې دي شوګيرې کومه تورې تيارې دي شوګيرې کومه شراب مې نه دي څښلي پام ذاهده ترګې مې سرې دي شوګيرې کومه د چا ازار دى ماله خوب نه راځي د چا ښېرې دي شوګيرې کومه تر سبايي پورې دې سترګې لولم که سيپارې دي شوګيرې کومه غزل ، ستا ياد ، دا توره شپه او باران څه منظرې دي شوګيرې کومه

10.12.2007 نصرت الهام

غزل -- ګلالۍ کابل

غزل ګلالۍ سترګې هنر  لري     انځور     راکويپه زړه ګي ټک لکه   منګور  راکوي چې  مخامخ   ګوري    پروا نه    کويچې روسته ګوري  راته زور   راکوي زلمي سپين سترګي  دي حيا نه کويحسن مې  هره &

09.12.2007 نصرت الهام

سميع الدين افغاني رالېږلې ترانه

      

06.12.2007 نصرت الهام

غزل -- ارش ننګيال

          ارش ننګيال غزل  حسن کې دې ورک شومه پيدا مې کهلاره    راته&n

06.12.2007 نصرت الهام

غزل - قرار اندړ

  غزل قرار اندړ بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلمد پرون توبه مې هېره ده بيا راغلمله دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږيتردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلمتمامي عمر مې لاره شوه په ښكلوزه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلمټولو خلكو ته باران د رحمتو ومپه خپل ځان لكه د تورې بلا راغلمد غزلو په وربل مې لوبې وكړېلكه مسته سندريزه هوا راغلمهغه اوښكه يم د چا مينو سترګوچې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم

05.12.2007 نصرت الهام

انتخاب شاعري - امرخېل

  يادونه : دادى د ژمني سره سم د ښاغلي امرخېل د خوږوشعرونونه څو په زړه پوري انتخاب شعرونه .   په مادې داڅنګه بلا په بې خودې کې کړې چې پرهرونو مې خندا په بې خودۍ کې کړې منم چې ما دغه ګنا په بې خودۍ کې کړې ظالم پاچا ته مې کنځا په بې خودۍ کې کړې ما په دې مه نيسه چې نوم به دې پر شونډو راته جانانه ! ما خو دا خطا په بې خودۍ کې کړې دا هم زما د محبت زورور تيا وګڼه کنه ! د زړه خبره چا په بې خودۍ کې کړې کلونه تېر شو ، لاتر اوسه رانه هېره

04.12.2007 نصرت الهام

غزل - الهام

  غزل الهام د بل غم باندې اختر کولى نه شم دغه کار د ځناور کولى نه شم ژوند مې کم دى او  کارونه راته ډېر دي دا کارونه دومره ژر کولاى نه شم د ژوندون په فلسفه که څومره پوه شم  خو په ژوند باندې باور کولاى نه شم د مغلو د دوستۍ نه مې توبه ده دښمني د پېښور کولى نه شم د وصال په خوب دې داسې ويده ښه يم د بېلتون دې تصور کولى نه شم

04.12.2007 نصرت الهام

لنډۍ واورئ او ويې لولئ

  طالب جانه ، ټپې   زما په هر لورې سلام دى چې دريادېږم زما اخله سلامونه زما پينځه وخته دعا ده ربه دې باچا کړه چې سلام له دې درځمه زما د زړه د سر گلابه همېش دې غم د رژېدو راسره وينه زما د زړه گلابه راشه په نورو خلکو پسرلى په ما غمونه زما د زړه دمه پرې کېږي د پلانکي خان سترگې دې تل په دنيا وينه زما د زړه د سر ازغى شوې د فکر ستن در پسې وړم نه دې موممه چنگه ملا نرۍ لرې مخ د گل په شانچال

04.12.2007 نصرت الهام

يار مغل و پښتون نه شو

             

04.12.2007 نصرت الهام

خدايه ولې !

                  خدايه !  عقل  چی و زړه دې  ولې  راکړ په يو ملک کې دوه خودسره بادشاهان ولې ما ته دې  عطا کړ فکر و خيال   &nbs

03.12.2007 نصرت الهام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more