غزل
محب الرحمن محب
په دې مالت کې توره شپه ښه ده ارام ښه دی
يو څو شېبې په لېچو خوب دګل اندام ښه دی
يو چاته ناز ښه دی، په يو چاباندې پام ښه دی
زړګی مې مه کبابوه همداسې خام ښه دی
چې د دوو زړونو په ديدن باندې بنديز لګېږي
له دې تياره تياره سهر نه خو ماښام ښه دی
په سر د شونډو يې تل ماته دا دعا نڅېږي
دا لېونی ځوړند په دار ښه دی بدنام ښه دی
زما ځواني دمست شرر غوندې سرشاره ښه ده
په تا مغرور حسن تاوان ښه دی ليلام ښه دی
چې په سپېڅلو ايمانونو بدګمانه ښکاري
له دې ساقي نه خو ذاهد ښه دی امام ښه دی
29.05.2008
- نصرت الهام
د ښونکي ورځ
ارش ننگيال
لکه د ختر ورځ چې راروانه وي، داسې خوشاله و، چې ټوله ورځ او ان د شپې تر نيمايي يې له خپلې ځوانې کونډې مور سره د ښونکي د ورځې په هکله خبرې وکولې، که څه هم چې لس دولس ورځې ورته پاتې وې خو فواد ورته ډېر په تلو سه کې و. فواد د مورمشر او يواځينی ځوى و چې له پلار نه يو کلن پاتې شوی و. د کارته نو د غونډۍ په سريې په يو زوړ کور کې ژوند کا وه ....
02.06.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :يحيی يعقوبيد راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.comنيټه : 02-06-2008
نظم
گله! ژوند هسې بدرنگ چا درښودلی؟ستړی لوری ستړی څنگ چا درښودلی؟
چاته مينه چاته کرکه په نصيب کړېچاته سوله چاته جنگ چا درښودلی؟
ښه بلا خبرې اورې بلا زغمېخو په نه خبره ننگ چا درښودلی؟
څه ځواني او څه مستي دې ترې نه ځار کړهدا نا ځوانه بوټی بنگ چا درښودلی؟...