راليږونکی :يحيی يعقوبي
د راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.com
نيټه : 02-06-2008
نظم
گله! ژوند هسې بدرنگ چا درښودلی؟
ستړی لوری ستړی څنگ چا درښودلی؟
چاته مينه چاته کرکه په نصيب کړې
چاته سوله چاته جنگ چا درښودلی؟
ښه بلا خبرې اورې بلا زغمې
خو په نه خبره ننگ چا درښودلی؟
څه ځواني او څه مستي دې ترې نه ځار کړه
دا نا ځوانه بوټی بنگ چا درښودلی؟
د خپل کلي او مالت زيارت نه تېر شې
نو د بر کلي ملنگ چا درښودلی؟
چې دا سپينه غاړه ستا پرې ښکلې شوې
وايه تاته تور لونګ چا درښودلی؟
يحيی يعقوبي
01.06.2008
- نصرت الهام
غزل
محب الرحمن محب
په دې مالت کې توره شپه ښه ده ارام ښه دیيو څو شېبې په لېچو خوب دګل اندام ښه دی
يو چاته ناز ښه دی، په يو چاباندې پام ښه دیزړګی مې مه کبابوه همداسې خام ښه دی
چې د دوو زړونو په ديدن باندې بنديز لګېږيله دې تياره تياره سهر نه خو ماښام ښه دی
په سر د شونډو يې تل ماته ...
02.06.2008
- نصرت الهام
غزل
ذبيح الله شاکر
زه يم پرخه ته ګلاب يې
زه پياله يم ته شراب يې
زه سندره يم د مينې
ته نغمه يې ته رباب يې
زه يم څاڅکی ستا د اوښکو
ته څپه څپه درياب يې
خامخا در نژدې کيږم
که ګنا ه يې که ثواب يې
هره پ...