غزل

ذبيح الله شاکر

 زه يم پرخه ته ګلاب يې

زه پياله  يم ته شراب يې

زه سندره يم د مينې

ته نغمه يې ته رباب يې

زه يم څاڅکی ستا د اوښکو

ته څپه څپه درياب يې

خامخا در نژدې کيږم

که ګنا ه يې که ثواب يې

هره پاڼه به دې لولم

د غني بابا کتاب يې

ته چې نه يې زه سوال يم

ته چې راشې ته ځواب يې

 دا يو ته يې ای شاکره!

 چې په زړه باندې کباب يې