غزل
ن/الهام
په اوښکو لوند به مې ګرېوان وويني
پرېږده چې نن دغه باران وويني
سړى چې ژوند په دې جهان وويني
دچا په سترګو کې دې ځان وويني
که په قيمت شوه خلک هغه اخلي
چې په بازار کې يې ارزان وويني
په خپل ستم باندې به فکر وکړي
خوکه مې اوښکې د ارمان وويني
د زندګۍ په خوب ويده وي سړى
هله راويښ شي چې جانان وويني
الهام په هغه ورځ خوشحاله وي ډېر
چرته په خوب کې چې ياران وويني
2008-6-2 کابل شاه شهيد
02.06.2008
- نصرت الهام
غزل
ذبيح الله شاکر
زه يم پرخه ته ګلاب يې
زه پياله يم ته شراب يې
زه سندره يم د مينې
ته نغمه يې ته رباب يې
زه يم څاڅکی ستا د اوښکو
ته څپه څپه درياب يې
خامخا در نژدې کيږم
که ګنا ه يې که ثواب يې
هره پ...
04.06.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :bakhtiar zadranد راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.comنيټه : 02-06-2008غزل
که داغزوپه منځ کې سره ګلـــــــــــــونه نه وای پیـــــدا
ژوندکې به دومره دښکلا رنـــــــګــونه نه وای پیـــدا
کـه په نیتــونو د ګاونــډ د رقیبــــــــــــــــانـو کیـــــدای
مونږ به ټول عمرخپل خټین کــورونه نـه وای پيدا
زړونه که کاڼي وای،احساس عاطفـه نه وای پکې
دژوندتریښت ته به مــــــــــو ښه رازونه نه وای پیدا
څنګ...