راليږونکی :bakhtiar zadran
د راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.com
نيټه : 02-06-2008
غزل
که داغزوپه منځ کې سره ګلـــــــــــــونه نه وای پیـــــدا
ژوندکې به دومره دښکلا رنـــــــګــونه نه وای پیـــدا
کـه په نیتــونو د ګاونــډ د رقیبــــــــــــــــانـو کیـــــدای
مونږ به ټول عمرخپل خټین کــورونه نـه وای پيدا
زړونه که کاڼي وای،احساس عاطفـه نه وای پکې
دژوندتریښت ته به مــــــــــو ښه رازونه نه وای پیدا
څنګه به مونږدخوشحالۍ احساس کاوه مـــــلګرو
که چیرته دردنه وای پیدا، غمـــــــونه نـه وای پیدا
دچاتشویــق دی چــې بختیــارته دا همت وربښي
ګنې په شعر کې به یې لــوړخیالــــــونه نه وای پیدا
بختیارځدراڼ
سعودي عرب
سلامونه الهام صیب هیله ده چې روغ به وې ما وې راځه تندې ته دا یوه ماته ګوډه غزل درواستوم چې دوستان یې راته
خامۍ په ګوته کړي
مننه