د ارګون د زړه لړځوونکې پېښې په تاثير
د ارګون د زړه لړځوونکې پېښې خبر مې پر فيسبوک لوستلو، په هلمند او وزيرستان وينې وينې زړه مې ورته لا وينې وينې شو، په همدې کې مې يو خبريال ملګري د خپلې اختريزې خپرونې لپاره د اختريز شعر غوښتنه وکړه.. ما به نور څه ليکل؟ . . د اختر شعر دې راکړه بختور شعر دې راکړه چې د ژوند خبره وکړي جادوګر شعر دې راکړه په راډيو کې مې پروګرام دی هله ژر شعر دې راکړه چې بنګړي پکې په شرنګ وي چې شيندلی
Others weaknesses
Others weaknesses There is a proverb in Pashto that means (Our own weaknesses and faults are like our between the shoulders) Today in our society, we can see that everyone is after other peoples’ faults and weaknesses, but they either don’t s
محبت نه مري
په پېښور كې براق اف ام راډيو ته غوږ وم، د شعر و شاعرۍ يو اردو پروګرام روان و، ښايسته اردو شعرونه لوستل كېدل، چې د يو غزل رديف و / محبت مر نهين سكتا / ماته دې اردو غزل يوه مطلع راكړه، چې غزل مې ترې جوړ كړ او په سبا مې د براق راډيو د شعر و شاعرۍ پښتو پروګرام غزلزار سره د ټلفوني اړيكې له لارې شريك كړ، دا پروګرام ارشد سليم صيب پر مخ بېوه چې د راډيو يو تكړه پرزنټر دى. په دې هيله چې خوښ مو شي نصرت الهام
تورخم
تورخمڅومره چې د تورخم دروازې ته نیږدې کېدم، همغومره مې تشویش ډېرېده، که څه هم چې پېښور ته د تګ قانوني اسناد مې درلودل، خو بیا هم د بې عزته پولیسو او ملېشو څخه په خپل عزت یرېدم.په تېزو قدمونو مې پښه له دروازې هاخوا واړوله، ګړندی ګړندی روان وم، غوږ غوږ وم او وېره مې درلوده چې اوس راباندې کوم ملېشه پولیس غږ و نه کړي (ماجره دېخوا).په همدې کش مکش کې وم چې یو له قده ټیټ خاصه دار راوړاندې شو، لاس یې او
دلته تل په سوله جنګ دی
دلته تل په سوله جنګ دیله اولې ورځې غږ د سولې اوروله اولې ورځې جنګ دلته روان دیدلته ټول جګړه مار وايي“ زه د سولې طرفدار یم”“آزادي مې لوی ارمان دیدا وطن زما ایمان دی”خو مونږ ګورو مونږه وینووطن لوټ شو وطن وران دیآزادي په خوب کې وینو
انټرنيټ كنټرولېداى شي
انټرنيټ كنټرولېداى شي په انټرنيټ كې چې څومره د بيان آزادي زياته وي هغومره پكې د پرليكه بدنامولو امكان زيات وي، ځکه خو په انټرنیټي خپرونو کې تعادل ساتل اړین دي. دغه تعادل ویبپاڼې او خپرنیزې شبکې په اسانه ساتلی شي، دوی کولای شي چې مطالب سره بیل کړي او وړ انتخاب وکړي، چې هم د بیان آزادي زیانمنه نه شي او هم د پرلیکه بدناملو مخنیوی وشي. د يوه كس ارزښت او ټولنيزه پراخه د بيان آزادي په پام كې نيول دواړه ارزښتمن دي
نوی غزل
غزل مین د یار په وعده خوب وړی دی لکه د شېخ په سجده خوب وړی دی دا شوګیرو وهلی ستړی، ستړی د چا د زلفو په شپه خوب وړی دی دښمن یې سمه کړه چاړه پر مرۍ
غزل - الهام
غزل ماښام نیږدې شو او لمر غورځیږي زما اوږې نه، دې سر غورځیږي که لر غورځیږي که بر غورځیږي بم مو د زړونو په سر غورځیږي چې په تا راشي پیریان د مینې په ما یې دلته اثر غورځیږي ریباره ستا خو له سترګو ځار شم د یار په مخ دې نظر غورځیږي ته پام کوه پرې چې ژوبل نشي زړه مې ستا پښو کې اکثر غورځیږي د غم شراب دې بلا اصیل دي نور مې له ګوتو ساغر غورځیږي
کلیوال \\نوی نظم \\ الهام
کلیوال زه مې په خپل کلي کې ښه بلد وم خو ستا په ښار کې ګرځېدلی نه وم په سره انګار کې ګرځېدلی نه وم خپله مې ځان له خپلې ګوتې ونیو او ستا د
نوی غزل ///// الهام
غزل زه او ته یو د ځوانۍ د سیند په غاړه خیر که ګرځو د مستۍ د سیند په غاړه په مکېز تګ دې له څه سره تشبه کړم
غزل \ الهام
غزل هم قاتلان هم مقتولان زما د کلي خلک د ځان په ظلم مظلومان زما د کلي خلک خپله ګوزار کوي په ځان زما د کلي خلک دا لېوني دي په قران
پیسې
پیسې هر سړی د پیسو وږی هر سړی د دولت وږی په پیسو کې عزت ګوري هر انسان د عزت وږی د مالدار چې احترام شي دا مالدار محترم نه دی ټول یاران یې د پیسو دي دوی ته یار محترم نه دی د پیسو په لکۍ سوره انسانیت درته پکار دی سړیتوب درته پکار دی محبت درته پکار دی دغه مال او دا دولت خو وسیله ده مقصد