غزل

زه او ته یو د ځوانۍ  د سیند په غاړه

خیر که ګرځو د مستۍ د سیند په غاړه

په مکېز تګ دې له څه سره تشبه کړم

لکه ګرځي چې هیلۍ د سیند په غاړه

مونږ په سیند لاهو، په مونږ کې حوصله وه

زمونږ ډوبه شوه کښتۍ د سیند په غاړه

ته محل کې تږی، تږی راته ښکارې

ما وهلې ده کېږدۍ د سیند په غاړه

نه چې سیند راپسې بیا کلي ته راشي

نوره نه وهم شپېلۍ د سیند په غاړه

د باران د ترنم په تماشه کې

را نیولی یم ږلۍ د سیند په غاړه

دا الهام په اوبو هسې مین نه دی

ده لیدلي ښاپېرۍ د سیند په غاړه

نصرت الهام