کلیوال

 

زه مې په خپل کلي کې ښه بلد وم

خو ستا په ښار کې ګرځېدلی نه وم

په سره انګار کې ګرځېدلی نه وم

خپله مې ځان له خپلې ګوتې ونیو

او ستا د ښار لاره مې پښو ته ورکړه

نه! ګوره داسې نه ده

چې زه ساده کلیوال

د ښار په شور مین وم

یا زه په ښار پسې راوتی ومه

زما اړتیا ښار کې وه

زه په څه کار پسې راوتی ومه

لکه ماشوم به ورکېدم په ښار کې

زه نابلده يرېدم په ښار کې

په خپلو مټو مې پيسې ګټلې

په خپلو پښو به ګرځېدم په ښار کې

دلته له خپل ځان نه ورک شوی یمه

چې ستا په سترګو مين شوی يمه

 

نصرت الهام