غزل
ماښام نیږدې شو او لمر غورځیږي
زما اوږې نه، دې سر غورځیږي
که لر غورځیږي که بر غورځیږي
بم مو د زړونو په سر غورځیږي
چې په تا راشي پیریان د مینې
په ما یې دلته اثر غورځیږي
ریباره ستا خو له سترګو ځار شم
د یار په مخ دې نظر غورځیږي
ته پام کوه پرې چې ژوبل نشي
زړه مې ستا پښو کې اکثر غورځیږي
د غم شراب دې بلا اصیل دي
نور مې له ګوتو ساغر غورځیږي
نصرت الهام