غزل

مین د یار په وعده خوب وړی دی

لکه د شېخ په سجده خوب وړی دی

دا شوګیرو وهلی ستړی، ستړی

د چا د زلفو په شپه خوب وړی دی

دښمن یې سمه کړه چاړه پر مرۍ

پښتون لا هسې نېشه خوب وړی دی

ډیوه د اوښکو بله پاتې شوله

هغه ویده شو، هغه خوب وړی دی

الهام به بیا غزل په خوب کې لیکي

الهام مې بیا په سینه خوب وړی دی

نصرت الهام