انټرنيټ كنټرولېداى شي
په انټرنيټ كې چې څومره د بيان آزادي زياته وي هغومره پكې د پرليكه بدنامولو امكان زيات وي، ځکه خو په انټرنیټي خپرونو کې تعادل ساتل اړین دي.
دغه تعادل ویبپاڼې او خپرنیزې شبکې په اسانه ساتلی شي، دوی کولای شي چې مطالب سره بیل کړي او وړ انتخاب وکړي، چې هم د بیان آزادي زیانمنه نه شي او هم د پرلیکه بدناملو مخنیوی وشي.
د يوه كس ارزښت او ټولنيزه پراخه د بيان آزادي په پام كې نيول دواړه ارزښتمن دي، چې انټرنیټي خپرنیز سایټونه دا کار کولی شي.
خو ځینې ټولنیزې شبکې او آزاد د بحث فورمونه چې ځینې خلک او په افغانستان کې زیات خلک پکې په مستعارو نومونو برخه اخلي، د پرلیکه بدنامولو د پېښو امکانات برابر وي.
که څه هم چې په ټولنیزو شبکو او بحث فورمونو کې خپاره شوي مطالب د خپرنیزو شبکو او وېبپاڼو د خپرونو په څېر مهم بدنامول نه ګڼل کیږي خو کولای شي په غیر رسمي توګه له انټرنیټ څخه ناوړه ګټه اخیستونکي خپلې موخې ته ورسوي او د انټرنیټ لپاره له جوړو شویو پرلیکه قوانینو نه ځان پټ کړي، البته په هغو هېوادونو كې چې تر اوسه يې د انټرنيټ كنټرول سل په سلو كې نه دى تضمين كړى.
په لومړیو کې د انټرنیټ په اړه داسې فکر کېده چې کنټرولول او مهارول یې ناشوني دي خو اوس نړۍ په دې باور ده چې انټرنیټ په ښه توګه کنټرولېدای شي او یو هېواد کولی شي چې د انلاین نړۍ لپاره قوانین جوړ کړي، حتا کولای شي د مستعارو نومونو کاروونکي و پېژني او د سرغړونې په صورت کې یې په اړه نافذ قوانین پرېکړه وکړي.
د افغانستان په څېر په نورو پرمختلليو هېوادونو كې چې انټرنيټ په پوره كنټرول كې دي هم ډېر خلك په مستعارو نومونو په مختلفو ټولنيزو سايټونو او بحث فورمونو كې اكاونټونه لري، خو دغه هېوادونه كولاى شي چې په مستعار نوم له قوانينو سرغړوونكى پيدا كړي، يا يې له شبكې وشړي او يا هم د قانون سره سم ټاكلې سزا وويني.
انټرنیټ نړېوال دی چې نه کوم شخصي حیثیت لري او نه یو هېواد کولی شي چې یواځې د خپل هېواد تر پولو یې محدود وساتي، ځکه خو نړېواله همغږي او همکاري د پرليكه نړۍ لپاره د قوانینو وضعه كولو په برخه کې اړینه ده.
د انټرنیټي قوانینو د نه شتون ښه بېلګه د I love you ویروس د جوړوونکي ده، دا ترټولو خطرناک وایرس و چې ډېر په چټکۍ سره خپور شو او په ټوله نړۍ کې يې د کمپیوټر سیسټمونو ته تر ټولو ډېر زیان واړاوه.
په چټکۍ سره ددې وایرس د خپرېدو لامل دا و چې دې وایرس به په لسټ کې د شته ادرسونو په نومونو ځان بدلاوه او په یوځل کلیک کولو سره به وایرس خپرېده.
ددې وایرس د حملې له امله د امریکا پینټاګون، سي آی ای او د برتانیې پارلمان خپل برېښنالیک سیسټمونه بند کړل.
دا وایرس په ۲۰۰۰میلادي کې راووت چې جوړوونکی یې په فلپین کې اوسېده، سره له دې چې دې وایرس په نړۍ کې ډېر سیسټمونه زیانمن کړل خو بیا هم د وایرس جوړوونکی له پېژندل کېدو او نیول کېدو روسته خوشې شو، دا هم ځکه چې په فلیپین کې د وایرس د جوړولو او استولو لپاره کوم قانون وجود نه درلود.
لكه څنګه چې دغه وايرس او ددې وايرس زيانونه يواځې تر فلپين پورې محدود پاتې نه شول نو د انټرنيټ په مټ معلومات خپرول او تبليغات كول هم نړېواله بڼه لري.
دا چې انټرنيټ نړيوال دى له همدې امله په انټرنیټ کې ځینې وخت په ټولنیزو، کلتوري مسایلو او ارزښتونو شخړې راولاړیږي، له همدې امله باید ارزښتونو ته د ټولنې له نظره و کتل شي نه یواځې له خپل شخصي لیدلوري، چې نه په نړېواله كچه قومي، كلتوري او مذهبي احساسات مجروح شي او او نه په ملي او هېوادنۍ كچه.
نن چې د افغانستان آزاد خپرنیز سایټونه په ډېره افراطي بڼه مطالب خپروي ځینې وخت حساسیتونه هم را پاروي، دا چې دغه حساسيتونه ولې ډېر پراخ نه وي علت يې دا دى چې په افغانستان کې هر څه شيندلي دي، د يوې مسلې په سر د ګڼو خلكو راټولېدل د اوس لپاره نه ليدل كيږي او خلك په ذهني او فكري لحاظ سره راټول نه دي. يانې زمونږ ټولنه او ولسونه په هغه کچه ټولنیز نظم او همغږي نه سره لري چې دغه غبرګونونه پراختیا پیدا کړي.
او كېداى شي چې په افغانستان کې انټرنیټ ته په پراخ ډول نه لاسرسی هم د پراخو غبرګونونو د نيشتوالي سبب شوى وي، خو دا يو حقيقت دى چې افغانان د خپل افراطي مزاج په درلودلو سره انټرنيټ هم په افراطي ډول ناوړه كاروي.
په نورې نړۍ كې د حساسيتونو د پارېدلو او په پراخه كچه د راټولېدلو مثالونه ډېر دي چې د بېلګې په ډول يې په وروستيو كې د مصر سولييز لاريونونه يادولاى شو، دغه لاريونونه په فيس بك د يوې ويډيو له خپرېدلو راوزېږېدل چې پر يو زلمي يې د حكومتي مامورينو د ظم او زورزياتي كيسه كوله، ددې پېښې ويډيو د يو ځوان له خوا اخيستل كيږي او په ټولنيزه شبكه فيسبك باندې له نورو خلكو سره شريكيږي، ددې ويډيو په ليدلو پراخ احساسات او غبرګونونه د حسن مبارك د دېرش كلنې واكمنۍ د پاى سبب وګرځېد.
همدا رنګه په انټرنيټ كې په شخصي حريم تيرى او بدنامول يا د كمپنيو بدنامول، چې پرليكه بدنامول ورته وايي بله مسله ده چې نړۍ په دې برخه كې هم د انلاين نړى لپاره خپل قوانين لري.
پرلیکه بدنامول او په مخامخ ډول د لیکنو او خپرنیزو سایټونو له لارې د کمپنیو او اشخاصو بدنامول په لویه پیمانه اقتصادي او ټولنیز زیان ورسره لري.
که چېرته یو د اعتبار وړ خپرنیزه شپکه د کوم بانک یا کمپنۍ په اړه له حقیقت نه لرې مطالب خپاره کړي او د بدنامولو هڅه وکړي، په نړۍ کې د داډول بدنامولو لپاره ځانګړي انټرنیټي قوانین د سرغړوونكي د مجازات كولو پرېكړه كوي.
د پرلیکه بدنامولو ښه بېلګه په اسټرالیا کې د یو سوداګر ده چې جوسف ګوټنیک نومیږي، بارون انلاین مجله چې خاوند یې د ډاوجانس کمپنۍ مشر دی په یوه لیکنه کې ګوټنیک بدنامه کړی و، دې مجلې ۱۴ مشترکین درلودل چې ۵ یې د ویکټوریا په ایالت کې د اسټرالیا د سترې محکمې غړي وو.
بارون مجلې ۱۷۰۰ پرلیکه لوستونکي درلودل چې د آستراليايي كريډټ كارډ له لارې يې دا مجله لوستله، كه آسټرالیايي سوداګر ګوټنيك قضيه ګټلې واى، نو ددې معنا دا وه چې خلكو د ډېر وخت راهیسې خپرېدونکې داسې مجله لوستله چې له قانون څخه یې سرغړولی دی.
په داسې قضيو كې عموماً محكمه داسې فيصله كوي چې سرغړوونكى به كمپنۍ ته پېښ شوي تاوان وركوي او په خپرنيزه شبكه كې به د كمپنۍ يا شخص د حيثت جبران كيږي.
نصرت الهام