دلته تل په سوله جنګ دی



له اولې ورځې غږ د سولې اورو

له اولې ورځې جنګ دلته روان دی

دلته ټول جګړه مار وايي

“ زه د سولې طرفدار یم”

“آزادي مې لوی ارمان دی

دا وطن زما ایمان دی”

خو مونږ ګورو مونږه وینو

وطن لوټ شو وطن وران دی

آزادي په خوب کې وینو

دا اوس هسې یو ارمان دی

او د سولې نېکمرغۍ سپینه کوتره

د عنقا مارغه په شان شوه

 

چې د سولې په نوم راشي

نو لوی جنګ ځان سره راوړي

سوله ساتي، په جنګي ابزارو دلته

ټول روان دي په غلطو لارو دلته

دوه قدمه شاته اخلي

که ځي یو قدم په وړاندې

څوک چې سوله ساتل غواړي

په جنګي ابزارو باندې

مونږ له سولې او له جنګه

زیاتې یو شانتې یریږو

هر افغان په وینو رنګ دی

دلته تل په سوله جنګ دی


نصرت الهام