تورخم

څومره چې د تورخم دروازې ته نیږدې کېدم، همغومره مې تشویش ډېرېده، که څه هم چې پېښور ته د تګ قانوني اسناد مې درلودل، خو بیا هم د بې عزته پولیسو او ملېشو څخه په خپل عزت یرېدم.
په تېزو قدمونو مې پښه له دروازې هاخوا واړوله، ګړندی ګړندی روان وم، غوږ غوږ وم او وېره مې درلوده چې اوس راباندې کوم ملېشه پولیس غږ و نه کړي (ماجره دېخوا).
په همدې کش مکش کې وم چې یو له قده ټیټ خاصه دار راوړاندې شو، لاس یې اوږې ته را اوږد کړ او په غږ یې و درولم، زه چې مخکې تر مخکې لا په همدې فکري کشمکش کې ډوب وم، د خاصه دار مخې ته و درېدم.
ما تمه درلوده چې خاصه دار به یا د مهاجر کارډ پوښتنه کوي، یا به پاسپورټ غواړي او یا به هم د څو کالدارو غوښتنه کوي، خو زما د تمې خلاف، خاصه دار و پوښتل:
-  سلو ته پاړسي کې څه وايي؟
زه د خاصه دار په دې پوښتنې حیران غوندې شوم، ژر مې ورته وویل:
-  صد ۱۰۰
د خاصه دار مطلب یواځې په همدې کې و، نور یې خبرې راسره و نه غځولې او مخ یې په څنګ کې ولاړ فارسي ژبي افغان ته چې زما ورته پام نه و ور واړاوه، زه هم ژر روان نه شوم، غوښتل مې معلومه کړم چې خاصه دار په فارسي کې په سلو څه کوي.
خاصه دار فارسي وان ته د لاس پینځه ګوتې و ښودې او و یې ویل:
-  (پنج صد)
زه له هغې ځایه تر پېښوره له ځان سره خجالت غوندې وم.


نصرت الهام