لنډې کيسې
تورخم
تورخمڅومره چې د تورخم دروازې ته نیږدې کېدم، همغومره مې تشویش ډېرېده، که څه هم چې پېښور ته د تګ قانوني اسناد مې درلودل، خو بیا هم د بې عزته پولیسو او ملېشو څخه په خپل عزت یرېدم.په تېزو قدمونو مې پښه له دروازې هاخوا واړوله، ګړندی ګړندی روان وم، غوږ غوږ وم او وېره مې درلوده چې اوس راباندې کوم ملېشه پولیس غږ و نه کړي (ماجره دېخوا).په همدې کش مکش کې وم چې یو له قده ټیټ خاصه دار راوړاندې شو، لاس یې او
دوه کوکريان
دوه کوکریان د دفتر مخې ته د یوه وچ لښتي په تونل کې سپۍ لنګه شوې وه. دغه دفتر چې په اصل کې یوه امریکايي سکورټي کمپني وه، د خپلو اړوندو موسسو لپاره یې د امنیت دنده پر غاړه وه، ما هم په همدې دفتر کې د امنیتي کارمند په حیث کار کاوه، وخت نا وخت به ډلې ډلې امریکايي مشاورین او روزونکي راتلل
دتاوان پوره كول/ خوشال خليل
دتاوان پوره كول لنډه كېسه د لارۍ ډريور ښه بمبار چرس څكولي و، په دې كاږه او كاواكه سرك يې موټر ته پونده ټينګه كړې وه، زه چې په مخكني سيټ كې وسره ناست وم د دروازې موټى مې کلک نيولى و، کله سړک کله هندارې او کله به مې ډريور ته کتل لکه څوک چې د کومې ناوړې پېښې دپېښيدو انتظارباسي. موټر به چې په کومه خوا کږيده ما به خپ
لېونى \ لنډه کيسه \ نصير احمد احمدي
لېونىليک : نصير احمد ((احمدي ))
بابا
باباسپين ږيري بابا خپلې سترګې ورپولې، هغه په نړېدلې پسخه ناست و، ددې خبر په اورېدو يو ناڅاپه وښورېد، په ژور فکر کې ولاړ ، خپلې څنګلې يې په زنګنو کېښودې اوپه امسايې زور راوړ، اخوادېخوايې وکتل سترګې يې سره کلکې وروستې له پرانستوسره يې دوه سپينې اوښکې د ږيرې په ګڼو ويښتو کې ورکې شوې.تن
وېره \ لنډه كيسه \ الهام
وېرهلنډه كيسه دنېستۍ نه پوزې ته راغلى وګردوړه يې په کور کې نه وه پاتې ،په ذهن کې به رنګارنګ خبرې ورګرځېدې .کله به يې دغلا پلان جوړولو کله به يې ويل راځه فلاني ته ورشه که قرض درکړي ،
دوه چنده \ لنډه كيسه \ نصرت الهام
دوه چنده زه په خپله دېره کې په درانه خوب ويده وم د دوست غږ اوورسره پرله پسې خوځولو دومره ووېرولم چې نېغ کښېناستم، دوست زما د ماشومتوب ملګرى و. زماله اوترۍ نه دوست خوند واخسته په کټ کټ يې وخندل، زه هم په شونډوکې ورته مسکى شوم .
سره کتابچه
سره کتابچه- زه خو ډېره پرېشانه يم، نه پوهېږم ولې ښوونکي داسې ناڅاپه د امتحان د اخستلو غږ وکړ؟ د کتاب د ګوتو په شمار پاڼې پاتې دي، دومره کتاب تش کتل هم په دومره لږ وخت کې اسانه کار نه دى، پاتې شوه لا د زده کولو خبر. خپله د کتابونو بکسه يې لرې وغورځوله او د اوبو د ډيګۍ په لور رهي شوه، له ډېرې غوسې يې پوره دوه ګيلاسه اوبه وڅښلې؛ څانګه په منډه ولاړه او د ډيوې د کتابون
د زړونو درزا !
د زړونو درزا !لنډه کيسه زه چې له هغې سره سترګې په سترګې شوم، نو د يو عجيب معصوميت نښې مې په کې وليدې،چې اغيزې يې لاهم په سترګو کې ګرځوم. اوس چې څوک ماته په زير زير وګوري سم د واره راته وايي هلکه، څه درباندې شوي دي ؟ زه تر ډېره هڅه کوم دغه راز همداسې له ځان سره خوندي وساتم؛خو د دومره غټ پيټې سره ګرځيدل مې نور ستړى کوي.هغه به يوه نيمه ورځ دوکان ته د سودا اخيستلو له
يوه جوړه بوټان / وړه لنډه کيسه
يوه جوړه بوټان- ډېره مننه بس همدا کار وکړه، نه ډېره مننه د هيڅ شي اړتيا نشته کامرانه اوسې.... ښه چې دومره ضد کوې نو يوه ښه جوړه بوټان راولېږه. زړګى په منډه راغى خو مخکې له دې چې دى هم د بوټانو فرمايش ورکړي، ميرويس ټلفون بند کړ؛ زړګي په افسوس ناک انداز وويل:- ياره يوه دقيقه صبر به دې کړى وى، زما هم همدغه نمبر بوټان په کار دي، جلال به ماته هم راليږلي وى. ميرويس ورته مخ کړ :
له خاورې ډکې لپې
له خاورې ډکې لپېميرجان؛ خو هغه وخت ډير ورخطاء شو چې غږ ته يې چا ځواب و نه وايه، په بيړه د حجرې له انګړه کور ته په وړوکي کنډو ورواوښت. بيايې هم دوه _ درې غږونه وکړل؛ خو د ځواب د اوريدو هيله يې پوره نه شوه. نور يې هم وار خطاء شو، لومړى يې د خپل پلار خونې ته سر وردننه کړ، ګوري چې پلار يې په خپل کټ کې نشته، بيا يې خپلې ميرمنې ته په نوم ورغږ کړ: سردارې اى سردارې څه شوې؟ مخکې له دې چې له خونې ووځي ناڅاپه يې د چت په لور وکتل او خپل پلار يې د چت په تير په پړو کې ځوړند وليد. کريغ
کِرکټر - لنډه کيسه
لنډه کيسه کِرکټرليکوال: حامد بابر امينزى له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايېدۀ، يوه شېبه به په کور کې ناست و، بېرته به له کوره دباندې راووت. د کوڅې له دوکاندار سره به کېناست. بيا به يې له ځينو ملګرو سره ټليفوني اړيکه ونيوله او هغوى به يې له دې خبر کړل چې دى اوس د ملي لوبډلې لوبغاړى دى او په راتلونکو سياليو کې به د افغانستان په استازيتوب برخه اخلي.
ماشوم / انګليسي نه ژباړه
ماشومله انګليسي نه ژباړه ماشوم يوې قېمتي او ارزښتناکې لفافې ته لاس کړ او خپل وړوکى بکسګى، چې دده خزانه وه، پکې واچوله، پلار يې په غصه او ماشوم يې ملامت کړ. ماشوم وويل : - پلاره ! دا مې تا ته ډالۍ کړو ! پلار يې چې و پوهېده چې ماشوم د خپل بکسګوټي د سنګار او ښکلا لپاره قيمتي لفافه غوره کړه، په خپلو رټلو پښېمانه
زه دې له پامه تربور نه ښکارم؟ / خوشال
زه دې له پامه تربور نه ښکارم؟لنډه کېسه : خوشال خليل دقوماندان ستار د اکا زوى سيلانى به له ده سره جوړه روان وو، که څه هم خلکو د يو وفادار باډي ګارډ په نوم پېژنده، خو ده ته له ستار خان سره ګرځېدو ډېر خوند ورکاوه، ويل به يې(( يا نر اوسېږه او يا دنر نوکر)) که څه هم سيلاني دومر مظبوطه باډي او هيبتناکه څېره نه درلوده خو د قوماندان ستار
خارج ته تګ څه ټوکې نه دي! / خوشحال خليل
خارج ته تګ څه ټوکې نه دي!خوشال خليل : لنډه کېسهپه وزارت کې د نوي ټاکل شوي معين په اړه د ټولو مامورانو په منځ کې داسې اوازه وه، چې ډېر جدي سړى دى. په پوزه څه چې په دفتر کې هم مچ نه پرېږدي، هغه ورځ يې دفتر ته يومچ ننوتى وو، ټوله جلسه يې کېنسل کړه. هغه له راتګ سره سم دخپلې شعبې ټولې څوکۍ، پردې اوميزونه بدل کړل داسې ښکاري،چې زاړه شيان يې نه خوښيږي. خداى-خداى يادوئ،چې په موږ به څه حال راولي. هغه دومره معتبره سړى دى، چې خپله وزير يې ل
تنده مې ماته شوه / عبدالهادي حيران
تنده مې ماته شوه ! له (( تنده مې ماته شوه)) کتاب نه . ليک : عبدلهادي حيران ahhairan@gmail.com
شېبه / لنډه کيسه / ارش ننګيال
شېبه لنډه کيسه ليک : ارش ننګيال لکه ماهر نقاش چې د خپل ناليدلي جانان انځور لکه د اسمان دخيالي پرښتې په شان کاږلی وي . په ليدو يې لکه ګرد په فضا کې خور شوم، خو کرارکراريې لکه مقناطيس بېرته ځان ته را جذب کړم .باور مې نه کېده چې دادې (شېيه) وي. يوه مياشت وړاندې مې سترګې
هلئ راووزئ چې زلزله کېږي!
طنز: &
کره کتنه، که کږه کتنه؟
عبدالنافع همت، کابل an_himmat@yahoo.com کره کتنه، که کږه کتنه؟ طنز د شاهکار ادبي بهير اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ لمريز کال د وږې دمياشتي پر اوومه نېټه په شاهکار تالار کي جوړه سوه . د غونډي مېلمه پروفيسر سيد مصطفی اکبري، مشر يې مولانا محمد علي نقشبندي او د دريځ چاري د ښاغلي نجيب کو
تراخۀ رښتيا
تراخۀ رښتيا ژباړه : نورعلي تسل په خپلو کارونو کې د بوختو خلکو نظرونه د ښځې چېغو ته واوښتل، د ډېرو په ژبه دا جملې راغلې چې (( دا د کېږدۍ گونگۍ ده!!!؟؟ دا خبرې هم کولى شي!!؟؟ پوښتنه وه خو د ځواب وخت يې نه و، ځکه په کيږدۍ کې څوک مړ شوى و. چېغو نه وروسته ښځه بېرته کيږدۍ ته لاړه د کلي څو سړي او ښځې هم ور پسې ورغلل. دا يو وړوکى کلى و، مسلمانان پکې اوسېدل، پنځوس، شپېته کورونه ول، کورونه
ليک / ارش ننګيال
ليککيسه : ارش ننګيال زه ولې اعدام شوم ؟ ايا ما داسې ګناه کړې وه چې سزا يې يواځې او يواځې اعدام وه ؟ ما په خپله د خپلې کړنې کيسه په لنډو له اعدام نه، نه پوهېږم چې څو مره وخت مخکې ليکلې، ځکه چې زما د مرک نېټه راته معلومه نه ده، خو دومره پو هېږم چې همدا نن مې وژني، که په رښتيا هم ما ګناه کړې وي
پنځه، په زړه پورې، وړې، کيسې
يوه بښنه (1)د تيليفون زنګ و شرنګېدۀ ! دا م
دسپيانو مينځل څه ټوكې نه دي !
دسپيانو مينځل څه ټوكې نه دي ! خوشال خليلدلندن په ښار كې چې يو وار څوك مېشت شوى ،كه له هرځايه ورته راغلى وي لكه دمور غيږ بلې خواته يې نه پريږدي،چې تر څو ژوندى وي زړه به يې ورپورې تړلى وي.خير داهغه خبره ده چې په لندن مېشتو افغانانو كې مشوره ده،دوى وايې كه كشمېرنه خوري بد يې مه وايه،ځكه خودلندن غيبت نه كوي. هغه څوك چې په ليك او لوست نه پوهيږي
ما به مې ماما خېژوي
ما به مې ماما خېژوي لنډه کيسه : جلال امرخېل همدا يو ماما يې و، ډېر ورباندې گران و، د ماما يې هم بله خورزه نه وه او تر ټولو خواشينونکې يې لا دا چې اولاد يې هم نه درلود ځکه يې د خپلې لور غوندې ساتله، لا وړه وه د درې کلونو په عمر به وه چې له خپل ماما سره د ډېرې مينې په خاطر به يې هره ورځ همدا سندره په ماشومه ژبه او سندريز ترمنم سره لوسته: زه په کپل دان د بل تا لات کله پلېدمه ما به مې ماما کېدو
خوشال هم وهابي شوى دى / خاطره
خوشال هم وهابي شوى دى خاطره يادونه : دغه خاطره ښاغلي خوشحال خليل رالېږلې ده چې د نوموړي د ژوند ريښتونې کيسه ده.(( تنده)) دننګرهار ولايت د حصارك ولسوالۍ په بازار كې هغه وخت تر شپيتو ډېر دوكانونه وو.لويديز لوري ته يې جامع جومات او د ولسوالۍ ودانۍ ولاړې دي .په دې بازار كې تر نورو لوى د دوه دروازو والا دوكان بيا ما له خپل ملګر