لېونى
ليک : نصير احمد ((احمدي ))
زاړه توت پر دوو _دوه نيمو شلو کليوالو سيوری کړی و، خو بيا هم دخلکو په تورو ټنډو څاڅکي څاڅکي خوله پرته وه او پزو يې دګرمۍ له لاسه غوړ را ايستلي وو. له دوی نه دچوبړيو(اوبړۍ) غوندې ساړه بويونه پورته کيدل او په تخرګو کې يې وچو خولو سپينې ليکې جوړې کړې وې . څو ماشومان د غواوو ديوې زړې ګوډلې(غوجلې) په بام سره لمر ته ولاړ وو او له پاسه يې دخړو لونګيو او زړو خوليو ننداره کوله.
چوپه چوپتيا وه. له توت نه تښتيدلې مرغۍ يوه يوه بېرته زړې ونې ته راتلې او په ګڼو پاڼو کې ورکيدې.
ښه شېبه ووته. بيا کليوال سره وبوګنېدل او غړۍ دکلي خواته اوږدې شوې. له يوې تنګې کوڅې څو تنه راووتل. دوی ګړندي ګامونه اخستل او کله چې توت ته نږدې شول، نو له پوندو سره يې لويشت ،لويشت سيورو هم حرکت کاوه. پنځو تنو ته يې سيوري ته ناستو کسانو ځای ورکړ، خو شپږم يې څو ګامه لرې لمر ته ودريد. دهغه تر لاسونو ژيړه رشمه تاو وه او دتور کميس يو اړخ يې دغواوو په خوشايو ککړ ښکاريده. بيا توت ته نږدې ديوې کلا له زړې دروازې غنجا پورته شوه. يو دنګ سړی په وره کې ودريد. ده له نورو کليوالو سره توپير درلود. څرمن يې له لمره ساتلې ښکاريده او په سپينو ويښتو يې يوه جالۍ خولۍ پرته وه.
سړي لومړی سره راټولو کليوالو ته وکتل، بيا يې پياوړي ګامونه واخستل، خلکو لار ورکړه او سړي دونې پنډې تنې ته ډډه ووهله.
دده غټې او کڅوړنې سترګې سرې وې او په سپينه ږيره کې يې يو تور ميږتون نښتی و
يو ځل بيا چوپه چوپتيا شوه، خو شېبه وروسته ددنګ سړي ډډ، خو ارام غږ پاس دمرغيو چوڼا غلې کړه:
دلته يې راولئ!
دوه پياوړي کليوال په پښو ودريدل او په لنډه موده کې يې لاس تړلی ځوان دسړي مخې ته ودراوه. سړی ولاړ شو. په لومړي ځل يې ځوان ته وکتل. هغه غنم رنګه و. يواځې زنه يې څو تاره پيچلو ويښتو توره کړې وه اوغټې سترګې يې له کرکې ډکې وې.
سړی نور هم ورنږدې شو. د دواړو سترګې سره ولګيدې. کڅوړنې سترګې سرې او له اوښکو ډکې وې، خوپه ځوانو سترګو کې له غروره ډکه ځلاپرته وه. يوه شېبه دواړو يو بل ته وکتل، خو وروسته د دنګ سړي پر ټنډه لاړې وبهېدې. ناڅاپه خلک ولاړ شول. مرغۍ والوتې او ځوان په ښۍ ژامه يو دروند سوک وخوړ. ولويد او بيا يې په تشو کې درانه دردونه تير شول. د دنګ سړي په قهرجن غږخلک غلي شول. ځوان ورو له خاورو پورته شو. دهغه په سترګو کې دپخوا غوندې کرکه او غرور پروت و او په تورو جامو يې دڅپليو دتليو سپېره چاپونه ښکارېدل. بيا يې يودم له خولې يوه مغروره خندا راووته او په وينو سره غاښونه يې ښکاره شول.
دنګ سړي تر مټ ونيو. له ګڼې ګوڼې يې ويست او دونې تنې ته يې ودراوه. ځوان ور وکتل. سترګې يې دپخوا غوندې ځليدې . خوپه خوله يې څه رانه وړل.
وروسته د دنګ سړي په لاسونو کې يو اتومات ټوپک کېښودل شو او ورسره يې يو قهرجن غږ واوريد:
ډاکټره! وله يې! دخپل يواځني زوی غچ دې واخله!
له دې سره لاس تړلي ځوان ټټر را ويست او زړور ودريد.
ډاکټر ځوان ته وکتل. له سترګو يې اوښکو لار وکړه. بيا يې ورو وويل:
خوشی يې کړئ!
دکليوالو خولې وازې شوې. يوبل ته يې رډ رډ وکتل. ديوه هم باور نه راته چې دا ټکی دې دډاکټر له خولې راوتلی وي. ددوی په سترګو کې پوښتنو منډې وهلې. ان دلاس تړلي ځوان خوله هم نه سره ټولېده.
ډاکټر ټوپک دونې تنې ته ودراوه . دځوان له لاسونو يې رشمه خلاصه کړه. هغه ته يې وکتل او په غوسه يې وويل:
مخ دې پورته که!
دخلکو ګونګوسو زور ونيو. دځوان له سترګو غرور وتښتېد او سترګې يې دپسه دسترګو غوندې مړې او له ځلا تشې شوې.
ډاکټر ورو له ډلې ووت. څو ارام ګامونه يې واخستل، خو يوې تېرې کوکې ځای په ځای ودراوه. په بيړه يې ورمېږ کوږ کړ. خلک په يوچا ورټول شول. ډاکټر په ګڼه ګوڼه کې يو په وينو سور لاس وليد. منډه يې کړه. په ځوان يې سترګې ولګېدې چې غبرګ لاسونه يې ګېډې ته نيولي وو. بيا يې دخپل دتره د زوی سپکې سپورې په غوږو ننوتې. دهغه په لاس کې يو په وينو سور چاقو ښکارېده. ډاکټر ور منډه کړه. دتره زوی ته يې يوه کلکه څپېړه ورکړه. له کړس سره سم چوپه چوپتيا شوه. شېبه وروسته مرغۍ په چوڼېدا راغلې وې او په سيوري کې يوه لوېشت پوټی ( مړه خاوره ) په وينو سور و.
* * *
ځوان سترګې وغړولې. لومړی يې سرته په ولاړه تمبه پورې د سيروم کڅوړه وليده. بيا يې له خوځېدو سره سم په ګېډه کې يو نری درد تېر شو. ځان ته يې وکتل. تر نامه پورته لوڅ و. تر ملا يې يوه سپينه پټــۍ تاو وه او دګېډې په برخه کې تړلې ټوټه په وينو سره ښکارېده. وروسته يې شاوخوا سترګې وغړولې. ځان يې په يوه خېمه کې وموند چې يوې نرۍ جالۍ پر دوو برخو وېشلې وه. تر جالۍ ورهاخوا يو کوچني مېز ته دوه پلاستيکي څوکۍ ولاړې وې. بيا يې دپښو دربی واورېد. باڼه يې سره وروستل. وروسته يې پرتندي يو تود لاس کيښودل شو. ښه شېبه ووته. لاس پورته شواو بيا يې دڅوکۍ دښورېدو غږ واورېد. ورو يې کيڼه سترګه نيمکښه کړه. ډاکټرپه څوکۍ ناست و او څه يې ليکل.
ده سترګه پټه کړه. فکر په مخه کړ. خپل ژوند يې دډاکټر داحسان پوروړی ګاڼه، خو دهغه دزوی په وژلو پښېمانه نه شو. له ځان سره يې وويل:
ښه مې وکړل. هغه معلم و. ماشومان يې بېلارې کول. دوی ته يې کوپر ورښوده. دين او مذهب يې ورنه اخيست. بايد چې وژل شوی وای.
دا وخت ټوخی ورغی. ټوخي يې زور ونيو. ځان يې کابو کړ، خو بيا هم دټوخي ږغ په خېمه کې تاو شو. په لنډه شېبه کې يې کټ ته نږدې دساه ايستلو غږ واوريد. ځان بېهوښه اچول ښه بانه نه ورته ښکارېده، ځکه يې سترګې پرانيستې. سرته يې ډاکټر ولاړ و، خوډېر ژريې دهغه له سور مخ او نرۍ پزې ، سترګې پورته دسيروم کڅوړې ته ورواړولې.
ډاکټر يوه شېبه غلی و. بيا يې ورو وويل:
ټپ دومره ژور نه دی. په څو ورځو کې ښه کيږي.
ډاکټر غلی شو، خو د ځوان زړه نيولی و. ده دا زړه نه درلود چې د ولاړ سړي سترګو ته وګوري. هلته د ډاکټر درېدل له ذغمه وتلي ورته ښکاره شول، خو په خوله يې څه نه شو ويلای.
ډاکټر يوه ګړۍ ودرېد او بيا له خېمې ووت. ځوان يوه سړه ساه وويسته. يو سات نور هم تېر شو. بياپه خېمې يو سيوری راغی. وروسته يو کوچنی خيمې ته ور ننوت. دی اوه کلن ښکارېده. سترګې يې غټې وې. څک، څک غوږونه يې لرل او له څېرې شوخو ماشومانو ته ورته و.
هلک دټپي تر څنګ يو غاب وريجې کېښودې. يوه شېبه يې دسړي تړلې ګېډې ته وکتل او پرته له دې چې بل لوري ته سترګې واړوي، په خواشينۍ يې وپوښتل:
جنګ دې کړی؟
سړي څه ونه ويل.
هلک هغه ته وکتل او زياته يې کړه:
ته هم زما غوندې تکړه يې. زه هم نه ژاړم. هه ! ته دازما نوک ته وګوره.
داوخت يې خپله کوچنۍ بټه ګوته د ځوان سترګو ته ونيوله. په نوک کې وينه غوټه وه.
هلک په غرور وويل:
دا ګوته مې د ماما کره په وره کې بنده شوه.
هلک غلی شو. سړي ته يې وکتل. دهغه دواړه لاسونه په وچو وينو سره وو. ورو يې وويل:
زه به اوبه درته راوړم.
له دي سره په بيړه له خېمې ووت، خو کله چې بېرته راغی، يوه څمڅه يې په وريجو کې نيغه ودروله. بيا يې وويل:
بدنۍ مې پيدا نه کړه.
له دې سره يې جالۍ ته لاس وروغزاوه. ترځان هسکه څوکۍ يې راواخيسته. کټ ته يې نږدي کيښوده او کله چې په څوکۍ کيناست، پښې يې په هوا کې ځړېدلې پاتې شوې. هغه يوه شېبه غلى و، خو بيا په داسې غږ لکه څوک چې له ډېر شناخته (بلد) سړي سره غږيږي، په خبرو راغی:
زه ستړی يم. يوه ګړۍ مخکې دماما له کوره راغلم. له دې خوا خو لا ښه و، پلار مې په موټرسايکل ورسولم،خو بيا را نه غی. ما هلته ديارلس ورځې تېرې کړې.
هلک غلی شو، خو کله چې سړي څه ونه ويل، بېرته يې شونډې وخوځېدې:
هلته مې سات تېر و، خو بيا هم په پلار پسي خفه وم. خود نو! زه هېڅ وخت له پلاره دومره ډېر نه وم لرې سوی.
هلک وريجو ته وکتل. بيا يې سترګې پورته کړې:
وخوره! ډېرې خوندورې دي. زما خو پخپله ورسره جوړه ده، دا يوه ګړۍ مخکې به مې شل ګولې کړې وي. غوړ هم نه لري. ته پوهېږې! غوړ تاوان لري. دا مې دنيکه خبره ده. سم به وايي نو. هغه ډاکټر ده ډاکټر.
ځوان په بيړه کوچني ته وکتل، خو څه يې ونه ويل. دهلک ډکې شونډې وخوځېدې:
تاته لکه سې خوند نه درکيي. خو بل څه نه سم درته راوړی. ځکه مور مې ډېره خوابدې ده. کله سې نن دماما له کوره راغلم، هغې کلکه غيږ راکړه. زه يې هيڅ وخت دومره ډېر په غېږ کې نه وم نيولی. بيا يې په زوټه (چيغو) وژړل. مور مې نه ده ګرمه. ماته يې ويل سې برګه غونجۍ مړه سوې. ها غونجۍ نو تا نه وه ليدلې. ډيره چاغه وه دا اوس يې هم پوستکی په کاه دانه کې پروت ده. نيکه مې هم خوابدی و. خدازده دپلار به مې لا څومره خوا بده يي. خو هغه اوس بازار ته تللی ، بله غونجۍ راولي.
هلک غلی شو. يوه شېبه فکر يووړ. سړي ته يې وکتل او په بيړه يې وويل:
دتا قول هو والله زده ده؟
سړي په حيرانتيا ورته وکتل.
دهلک تندی سره ورغی او د ډاډ په ژبه يې وويل:
خوا مه بدوه. زده به يې کې. ما په دوو ورځو کې له يادو کړه، اوس مې هېره ده. خو...
هلک غلی شو. په بيړه يې د وريجو له سره يوه لوبيا ورپورته کړه او خپله خبره يې پسې وغزوله:
...خو پلار ته به څه وايم؟ ده ټول لمونځ را زده کړی و. اوس به نو بايسکل نه راته اخلي.
ځوان يوه جټکه وخوړه. وخوځېد، خو ډېر ژر د درد نرۍ څپې ځای په ځای پريېست. په راوتلو رډو سترګو يې هلک ته وکتل او په بيړه يې وپوښتل:
دپلار دې لمونځ زده دی؟
هلک يوه لوبيا ورپورته کړه او په داسې حال کې چې پښې يې ځنګولی، په غرور يې وويل:
لمونځ څه کيې؟ ټول قران شريف يې لا زده ده. دی هر ګييځ له لمانځه باد قران شريف وايي. مور مې غوږ ورته نيولی يي. غږ يې ماته هم خوند راکيي، خو کله کله مې له خوبه باسي.
هلک په وريجو ناست يو شين مچ ايسار کړ. ځوان ته يې وکتل او په حيرانتيا يې وپوښتل:
ته ژاړې؟
سړي مخ واړاوه:
نه
هلک په خوابدي غږ وويل:
ما دې اوښکې وليدې. تا ژړل.
يوه شېبه غلی شو. بيا يې په خوابدون وپوښتل:
نس دې ډېر درد کيي؟
سړی وسونګېد.
هلک زياته کړه:
د جمعه الدين زوی هم دتا غوندې ژړل. ته خو لا بيا هم ښه يې. نس دې وينې ده، خو هغه مازې سپي داړلی و. کله سې زما نيکه زخم ورتاړه، چيغې يې ټول کلي اورېدې.
هلک له څوکۍ وښوېد. پښې يې په ځمکه ولګېدې او ورو يې وويل:
زه به مې نيکه ته ووايم سې ګولۍ درکي .
ځوان هغه ته وکتل. سترګې يې له اوښکو ډکې وې.
دهلک شونډې وخوځېدې:
دومره ترخې نه دي، ما پخپله خوړلي.
ځوان غريو واخيست:
نه. ښه يم. نس مې درد نه کوي.
هلک په بيړه څوکۍ ته ور پورته شو. ورو يې وويل:
نو بيا ولې ژاړې؟
سړي څه ونه ويل.
هلک يوه شېبه غلی و. وروسته يې په څېره کې خوښي تېره شوه او په بيړه يې وويل:
خوا مه بدوه. بس! تر پلاره مې ماتله سه. دهغه ډېرې شې کيسې زده دي. سر به دې هم در پريمينځي. پروسږ کال يې يو کوچی، همدلته په تال کې ولمباوه. هغه په ماين ختلى و. د لاس ګوتې يې پرې وې او پسونه يې څو ورځې زموږ په کور ولاړ وو.
داوخت د يوې پيشو مياو شو. هلک پيشو ته وکتل . ورو يې وويل:
دا ډېره اکربه پيشو ده. دپټي موږکان کورته راوړي او د وړو په کندو کې يې خوري.
له دې سره يې څو ځله په زوره وغپل. پيشو منډه کړه اوځوان ته په لومړي ځل خندا ورغله، خو ډېر ژر يې دډاکټر په ټوخي خوله سره ټوله شوه.
ډاکټر خېمې ته ورننوت. جالۍ يې پورته کړه او کله چې يې په هلک سترګې ولګېدې ويې ويل:
ته دلته څه کيې؟
هلک په بيړه هغه ته وکتل:
بابا! دی مړۍ نه خوري.
ډاکټر قاب ته وکتل. شونډې يې وخوځيدې:
ولي؟
خدازده! ده ژړل. لکه سي وريجې خوند نه ورکوي. يا به يې نس خوږيږي.
دځوان غومبرې سره شول.
ډاکټر خپل لمسي ته وکتل:
سبق دې ويلی؟
دهلک سر وځړېد.
ډاکټر زياته کړه:
هله بچيه! کتابونه دې راوړه چې بيا دلمانځه وخت دی!
هلک په حيرانی وپوښتل:
پلار خومې لا نه دى راغلی، څوک به سبق راته وايي؟
ناڅاپه د ډاکټر سترګې له اوښکو ډکې شوي. مخ يې واړاوه. څو ګامه يې واخستل او ميز ته په ايښې څوکۍ کيناست.
هلک ور نږدې شو، دخپل نيکه تر څنګ ودرېد او په وړه ژبه يې وويل:
غونجۍ دې ياديږي؟
ډاکټر دهغه سر په خپل ټټر پورې ونيو. هڅه يې کوله چې ځان ارام وښيي، خو بيا هم غريو واخيست:
هو بچيه! غونجۍ مې ياديږي.
له دې سره يې سترګو ته څادر ونيو او په بيړه له خيمې ووت.
هلک بېرته کټ ته ورنږدې شو. څوکۍ ته ور وخوت. ځوان ته يې وکتل. هغه ژړل...بېرته يې سر ټيټ شو. څو ځله يې پښې وخوځولې. بيا يې سترګې پورته کړې:
بابا ولې ګولۍ درنه کړې؟
ځوان په ژړا کې وويل:
نپوهېږم.
هلک څو شېبې غلی و. بيا يې شونډې وخوځېدې:
نکول درواچوم؟
خوان په غريو وويل:
هو.
هلک په ځمکه ودرېد.
ځوان هغه ته وکتل:
چېرته؟
دهلک شونډې موسکۍ شوي:
ځم چې خپل کتابونه درته راوړم. ډېرې شې کېسې لري.
له دې سره يې منډه کړه او له خيمې ووت، خو کله چې بېرته راغی، په لاس کې يې يوه خړه کڅوړه ښکارېده.
هلک داځل دسړي تر څنګ په کټ کيناست. هغه ته يې وکتل او و يې وويل:
ژر راغلم؟
سړي کڅوړې ته کتل.
هلک زياته کړه:
تا زموږ کور ليدلی. تر دې ديوال چې ورتاو شي دکلاه دروازه ده.
سړي هماغسې کڅوړې ته وچې سترګې نيولي وې.
هلک له کڅوړې يو کتاب راويست. څو پاڼې يې واړولې، بيا يې سړي ته مخ ورواړه:
ته کتاب ويلای سې؟
ځوان کتاب ته کتل.
هلک په بيړه وويل:
دلته يوه کيسه ده. مرسته نوميږي. درته ويې وايم؟
دسړي شونډې وخوځيدې:
نه! له اوله يې ووايه!
هلک وخندل:
خو هلته کيسه نه سته.
سړی بي حوصلې شو او په زوره يې وويل:
په لومړي مخ کې يې څه ليکلي؟
دپاڼو د اړولو غږ پورته شو.
هلک وويل:
الف
الله
الله يو دى. شريک نه لري. موږ دالله بنده ګان يو.
دسړي په ټنډه کې ګونځې پيدا شوې. په بيړه يې د بل کتاب دلوستلو غوښتنه وکړه.
هلک يو بل کتاب له کڅوړې راويست. کتاب يې په مينځ کې پرانيست او شونډې يې وخوځېدې:
دغسل فرضونه درې دي.
سړی يې په خبره کې ورولوېد:
بل کتاب. بل کتاب ووايه!
هلک په حيرانۍ سره هغه ته وکتل. کڅوړې ته يې لاس کړ او تندی يې تريو شو:
دي ته رياضي وايي. زما نه ده ورسره جوړه.
دځوان په څېره کې دخوښۍ نښې ښکاره شوې. په بيړه يې وويل:
حتمي به دکوپر خبرې پکې ليکلې وې؟
هلک په بې پروايۍ سره وويل:
خدازده!
دسړي سترګې وځلېدې:
ته يې ولوله!
کوم مخ؟
هسي. يوه پاڼه يې راواړوه.
هلک له څه ځنډ وروسته وويل:
له اتو سره چې څلور يوځای کړو، دولس ورنه جوړيږي.
سړي يو سوړ اسويلی وويست. بيا يې په بيړه هلک ته وکتل:
تر تا لوی هلکان کوم کتابونه وايې؟
هلک يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:
نه پوهيږم. زموږ مکتب خو سږ کال جوړ سو. تنا اول صنف لري.
دسړي تندی تريو شو:
حتمي به په پورته کتابونو کې کوپري خبرې ليکلې يي.
هلک په حيرانۍ ورته وکتل:
کوپري خبرې څه ته وايي؟
دا چې هغه دنيا نه شته. لمونځ يو سپورت دی او روژه مازې دخولې تړل يا داسې نور چټياټ.
هلک يوه شېبه څه ونه ويل، بيا يې يودم سر پورته کړ:
داسې به نه يې که نه نو زما نيکه اوولس کاله مکتب ويلای. دی يو لمونځ هم نه قضاه کيي او تل وايي سې خدای مې دې هغې دنيا ته خير کي.
ځوان ورو وويل:
کتابونه دي ټول کړه!
دهلک شونډې وخوځېدې:
ولي؟ کيسه نه درته ووايم؟
دسړي دتندي ګونځې سره ورغلې:
نه!
ډيره ښه کيسه ده. يو هلک له يوه ړوند بوډا سره کومک کړی.
ځوان خپله لاندنۍ شونډه په غاښونو کې ټينګه کړه، او بيا يې يوناڅاپه يوه چيغه له خولې راووته!
ووزه له دې ځايه!
دهلک رنګ سپين واوښت. سترګې يې رډې راوختې او په منډه له خېمې ووت.
ځوان په کټ پرته بړستن په ګوتو کې ټينګه کړه. خوله يې جينګه شوه، يوناڅاپه يې له خولې يوه کوکه راووته او په چيغو، چيغو يې وژړل...
سړي ډېره شېبه اوښکې تويې کړې او کله چې يې ژړا سلګيو ته ځای پرېښود، په ځمکه پرتو کتابونو ته يې لاس وروغزاوه. يو _ يو کتاب يې په کڅوړه کې واچاوه. کڅوړه يې په خپله سينه کېښوده او فکر په مخه کړ
ښه شېبه ووته. بيا يې دډاکټر په غږ جټکه وخوړه.
زما لمسی څه شو؟
ځوان هغه ته وکتل. ورو يې وويل:
تا ولې ونه وژلم؟
ډاکټر دهغه تر څنګ يو تور کميس چې دلمنې پورتنۍ برخه يې په سپين تار ګنډل شوې وه کېښود. بيا يې کڅوړه ورپورته کړه . مخ يې واړاوه. څو ګامه يې واخستل.خو د ځوان غږ ځای په ځای ودراوه:
ما ستا زوی وواژه.
ډاکټر هغه ته وکتل. په سترګو کې يې کرکه راټوله شوه، خو په خوله يې څه رانه وړل.
ځوان غير ارادي وخندل:
ما هغه وواژه. دتوپانچې سلامت جاغور مې پرې تش کړ. سلامت جاغور.
ډاکټر هغه ته وکتل. ګوتې يې سره را ټولې کړې. ټول وجود يې لړزې واخيست. بيا دځوان له خولې يودم کوکه را ووته او په زوره يې وژړل.
ډاکټر کټ ته نږدې په څوکۍ کېناست او ښه شېبه يې دهغه داوښکو ننداره وکړه.
ځوان په ژړا کې وويل:
ما ستا زوی نه و ليدلی. هيڅ وخت مې نه و ليدلی. خو ما ته يې وويل چې دا سړی معلم دی. ويې وژنه او جنت وګټه.
ډاکټر دهغه په اوږه لاس کېښود او ورو ولاړ شو، خو ځوان تر لاس ونيو:
ما ووژنه، تر ستوني مې ونيسه. له دې عذابه مې خلاص کړه. ما ستا زوی وژلای. زه ستا دښمن يم.
د ډاکټر په شونډو يوه ترخه موسکا وغزېده. ورو يې وويل:
ته يواځې زما دښمن نه يې،( ته دټول بشريت دښمن يې).
دا يې وويل او ځوان يې له ژړا سره يواځي پرېښود.
* * *
يوه اونۍ وروسته چې کله ډاکټر دځوان له ګېډې نه خلاصه شوې ټوټه دکثافاتو په کارتن کې اچوله، يو سړی خېمې ته ورننوت. کله چې ډاکټر دهغه په مټ دفشار اله تړله، سړي په خوابدي غږ وويل:
ډاکټر صيب! ستاسو په هديره کې مې يو ليونی وليد.
ډاکټر موسک شو:
دا دنيا له ليونيانو ډکه ده.
سړي وويل:
خو په هغه مې زړه وسوځېد، دا يو نوي جوړ شوي قبر ته ناست و او په ژړا کې يې چيغې وهلي:
ما ووژنه، ما ووژنه، ما... بيا يې لارې ته رامنډه کړه. زما ګرين ته يې لاس را واچاوه:
ما ووژنه، ما ووژنه، ما...وروسته زانګې وانګې روان شواو په ژړا کې يې چيغې کړې:
ما ووژنه، ما ووژنه، ما ووژنه...
هو رښتيا! هغه ځوان و. تورې جامې يې په تن وې او لمن يې تر نامه پورته په سپين تار ګنډل شوې وه.
دفبروري يولسمه 2007
نصير احمد احمدي