غزل

نورالحبيب نثار

مرګ دې مېلمه شه، دوه رنګي دلته څوک کله مني

د ننګ وطن کـــې بې ننګي دلتــه څـــوک کــله مني

بـــلا دې واخـــلمه، له ځــانه څـــه مجـذوب جوړوې

لـــه ريـــا ډکـــه ملـــنګي، دلـــته څـــوک کـــله مـني

غـــليمه پـــام، چــې پــه پښـتو يې بد ګومانه نشې

دغـــه کـــانې د پېـــرنګي، دلـــته څــوک کـــله مني

څـــه کـــه وهــــي پر شـــومـــه دم راتــه نارې د قـيام

بانګـــي چــرګوړى کولـنګي، دلته څوک کـله مـني

لا چـــې پيـــالو کـــې يې، سرور په غزونو کــې دى

نثـــاره، تا چـــرســـي بنـــګي دلتــه څوک کله منـي

                               

                    

                                             نورالحبيب نثار او نصرت الهام = کابل