غزل

زړه مـې بـايـلـلى عـجيـبه غـوندې دى

که هغــه ښـکلى عـجيـبه غـوندې دى

عجـيب داغـونه مـې په زړه پاتې دي

يــوچــا داغـلى عجـيـبه غــونـدې دى

پــکې اوسـيـږي تـنده سـتا د شونډو

دا زړه سـپېــڅلى عجيبه غوندې دى

دلته کې تل په سوله جنګ روان وي

زمونــږه کــلى عــجيـبه غــونـدې دى

په نــيمه شــپه پــه هـديره کې ګرځي

دغه ښــاغـلى عـجيــبه غـونــدې دى

           پښتون هم مړ دى هم ژوندى ښکاريږي

           دا چـــا وژلــى عــجـيــبه غــونــــدې دى

           الـــهـام عـــجيــبــه زنـــدګـــي کــــړې ده

           ولاړ پـــرې څـــلى عــجيــبه غوندى دى

                        

                         

                    

                                             نصرت الهام