غزل

 

نه به وي تل تنده به خداى ماته کړي
را به شي ګُل تنده به خداى ماته کړي

وخت به په مونږ داسې زورور نه وي
دا د کابل تنده به خدای ماته کړي

ګل که مخ ښکاره کړي نو زما د دې
زړه د بلبل تنده به خدای ماته کړي

را به شي الهام د شرنګېدلي شعر
دا دغزل تنده به خدای ماته کړي

وبه کړم د شونډو د شربت کيسې
ستا او دبل تنده به خدای ماته کړي

(وربه کړم ستا شونډو ته د زړه وينې
ګلې د ګل تنده به خدای ماته کړي)

را به شي دوران د لېونيو بيا
ستا د پاګل تنده به خدای ماته کړي


دوران, پېښور