محترم الهام صايب!
سلامونه او ښې هيلې
زه تل ستاسې ښكلى بلاګ (تنده) ته په ډېر شوق راځم او خپله تنده د ښكلو مطالبو په لوستلو او خاص كر په زړه پورې اشعارو ماتوم، زه شعر ډېر كم ليكلاى شم ولې له لوستلو سره يې بې كچې مينه لرم او تل د ښو اشعارو او نظمونو د لوستلو په تكل كې اوسم.
په هر حال دادى خپل يو تازه شعر درته په مينه ډالۍ كوم، كه د نشر وړ وي نو په بلاګ كې يې نشر ته وسپاره تر څو مې شعر ستاسې د بلاګ له بركته ښكلى شي.
په خورا پښتنه مينه،
امانزوى

                         غزل

وطن مې امــن غــواړي، ســولـه نن په پور غواړي
دا ناســـور زخم څه مــلــهـم غــواړي ټـكور غواړي

كلــي تـــه تـــوره وبــــا راغـــلـــه او اشــر يــې وكــړ
بڼ كې د ګُـــلو لـــو كـــوي لـــه هـــر چـا لور غواړي

زه يــې كــــرار كړم، دلاسا يې كړمه، غلى يې كړم
زړه په دې نيمه شــپه لـه مـانه شـر او شور غواړي

نور په پنځـه ستوري هوټل كـې كـته پورته كيږي
زمــا ولـــس وچـــه ډوډۍ نــه لـري، شكور غواړي

په ما يې ســـل نــومونـه كيښول ملامت يې كړمه
زما پــه کـــور بــانـــدې راغــلى مـا په ګور غواړي

زه ورتــه وايــمه خُرمـا ښــه ده، ثـواب يـې ډېر دى
جانان مې خوله په روژه مــاتي كې په زور غواړي

رقـــيــبه چـا وېـل چې پښتون په مينه نه پوهيږي؟
امانزوى تا نــه ســـپيــناوى ددغــه تـــور غـــواړي

٢٠٠٩-٨-٣١  له لسم روزه ماتې لږه شېبه وړاندې

 امانزوى