ړانده اوس د ژبې په مرسته ليدل کولاى شي
دا ناشونې خبره نه بلکې رښتيا دي، په دې وروستيو کې امريکايي ساينس پوهانو داسې يوه آله جوړه کړې ده چې ړاندو سره د ژبې له لارې په ليدلو کې مرسته کولاى شي.
دا آله Brain Port نوميږي، ددې آلې يوه برخه په ژبه کېښودل کيږي چې د څيزونو يو برېښنايي انځور ماغزو ته لېږدوي، ددې آلې دغه برخه چې په ژبه ايښودل کيږي، د يو وړوکي ټيکلي ته ورته پتاسې غوندې ده او دوهمه برخه يې يو کنټرولوونکې کامره ده، چې برېښنايي تصوير ژبې ته لېږدوي.
ددې آلې په کارولو سره ړانده نه يواځې اشارې پېژندلى شي، بلکه الف، ب هم لوستلى شي، کارپوهان دعوه کوي چې ددې آلې په مرسته له ١٥ دقيقې تمرين نه وروسته هر ړوند شخص کولاى شي چې په ډېرې اسانۍ سره منظرې وويني او ويې پېژني.
http://www.techchee.com/2009/08/15/brainport-makes-blind-see-with-their-tongues/