د زړونو درزا !
لنډه کيسه


زه چې له هغې سره سترګې په سترګې شوم، نو د يو عجيب معصوميت نښې مې په کې وليدې،چې اغيزې  يې لاهم په سترګو کې ګرځوم. اوس چې څوک ماته په زير زير وګوري سم د واره راته وايي هلکه، څه درباندې شوي دي ؟ زه تر ډېره هڅه کوم دغه راز همداسې له ځان سره خوندي وساتم؛خو د دومره غټ پيټې سره ګرځيدل مې نور ستړى کوي.
هغه به يوه نيمه ورځ دوکان ته د سودا اخيستلو له پاره راتله،سره له دې چې ډېرې جذابې او ښکلي جامې به يې پر تن وي او په ويښتانو به يې ګوتي وهلي وي په ارامه به يې د خپل کور د سودا لست راکړ او مابه ورته دا هرڅه په کڅوړه کې واچول. دپيسو له راکولو وروسته به  غلې ووتله. دهغې له تګ څخه وروسته به مې پام په بلې خوا وو. په ځان مې فشار راوړ چې ولي داسې يم؟  پوه شوم چې دا نجلۍ په هر ځل راتلو،د سودا له  کڅوړې سره يوځاى  زما زړه هم له ځانه سره وړي. ما به په ډېرې خوارۍ خپل زړه ورنه راټول کړ،خو په بل ځل راتګ سره به يې بيا زما حال بدل وو.
هغې به  د سودا اخيستلو پر مهال  دکابل د نورو ښځو په څير چني نه وهلي، نه پوهيدم څنګه ورسره خپل ګپ آزاد کړم. په سبا مې ورته وويل چې ستا په شان مشتريان مې خوښيږي او کوم چل ورسره  نه کوم.
ـ هاهاهه!! زه خو نجلۍ يم ټولې نجوني دې خوښيږي؟
ـ نه زما موخه دا نه وه، نورې ښځې ډېرې لانجې کوي او ته ډېره ارامه يې.
ـ ته هم ډېر ارامه ښه سړى مالوميږي،،،،،کله چې دوکان ته راننوځم دکتاب او مجلو په مطالعه بوخت يي، ځکه خو بل دوکان ته نه ځم، دا نور دوکانداران هم ډېرې کړتي کوي.
ـ ما اوريدلي؛ نجونې تر ډېره دسينګار په اړه فکر کوي مطالعه يې نه خوښيږي.
ـ نه، زه داسې نه يم، زه هم په مجلو او اخبارونو کې جالب مطالب لولم.
دسودا د اخيستو په وخت يې چې کله پيسې راشمارلي د لومړي ځل له پاره مې ورته وويل که پيسې نه وي پروا نه کوی. په خندا شوه ويې ويل: يوازي هغه مجلې چې ته يې لولې راکوه يې چې پرې بوخته يم.
ماهم په ډېرې ليوالتيا څه کم يو درجن اخبارونه اومجلې ورکړې. دغه شان  زما او دهغې ترمنځ ليده كاته ډېريدل ، يو بل ته مو د زړه غوټې خلاصولي، داسې وخت راغى چې دواړه دعاشقۍ په بريد ولاړ وو .
هغه به كه دوکان ته نه راتله، نو په ټېليفون به راسره غږيده. کله به چې زه  دوکان ته د سوداراوړلو په پلمه منډ يي ته تلم ،نو دا به مې دشهر نو يو رسټورانټ  ته غوښته او دسودا له اخيستلو مخكې به هلته تر ډېره سره ناست وو.
 که څه هم ددې سټايل او نزاکتونه زما ډېر خوښېدل، خو زما تربيت داسې وو،چې کله ناکله به راته ددې کړه وړه لږ شان بي حيا ښکاريدل. د هغې له لوړې ونې او غوښن بدن سره کاوباى پتلون ښه ښکاريده؛خو    زمايي تنګې پنجابۍ جامې ،سره کړي ويښتان،نرۍ او نازکې څپلۍ ډېرې خوښېدې.
ما به په دوکان کې د عادت له مخې عشقي داستانونه او يو څو داسې مجلې ډېرې لوستې ، چې د رښتينو پېښو په نوم به يې ګزارش ډوله کېسې خپرولې. په دې کې د کورنيو شخړو، دکور نه د نجونو تېښتې اود جنسي زور زياتي په شمول ګڼې غمجنې پېښې په مستعارو نومونو بيانيدې . جالبه دا وه چې په مجلو کې همدغه برخه د هغې هم ډېره خوښيده او په خپلو کې به مو پرې بحث کاوه.

 يوه کېسه مې چې په زړه ده داسې وه، د يوې نجلۍ پلندر(ناسکه پلار) چې په نشې او قمار روږدی وو، را پاڅيږي دغه نجلۍ بدکارۍ ته اړ باسې کله چې د نجلۍ اومور له سخت مقاومت سره مخ کېږي دشپې له خوا خپل قمارباز ملګري راغواړي او دغه معصومه نجلۍ په لاس ورکوي.ددغې نجلۍ مور ځوانه کونډه شوي وي د خپلودري سره لوڼو په خاطر چې حيا يي خوندي شي ختا وځي او له يو بد عمله سړي سره واده کوي. په دغې نجلۍ باندې درې ورځي پر له پسې په ډله يز ډول جنسي تيری کېږي، لنډه دا چې وروسته له څو ورځو نجلۍ او مور يې دغه کېسه پوليسو ته کوي، ددې نجلۍ د پلندر په ګډون دپېښې درې تنه نور عاملان نيول کېږي. په بند کې له يو کال تيرولو وروسته محکمه هريوه ته دولس کاله د بند سزا اوروي.
هغه مجله چې دغه کېسه په کې چاپ شوې وه، دا مې هم  هغې ته ورکړه، ورته مې وويل: دا کېسه خامخا ولوله ډېره دردونکي ده. هغه چې دا ځل دوکان ته له درې څلورو نورو نجونو سره  راغلې وه، دغو ټولو راسره ښه ګپ شپ ولګاوه، زه پوه شوم چې مازي هغوی ته ماښيي چې څه ډول بنيادم يم.
 هغې له ما او ما له هغې سره دومره عادت اخيستى وو،چې د يو بل د زړونو درزا مو په خپله اوريده، خو د کورني ژوند په اړه به يې له پوښتنو غاړه غړوله  د داسې پوښتنو په وخت كې به يې د زړه درزا نوره هم زياته شوه او خبره به يې  په بله خوا تاووکړه،ما له زړه نه غوښتل چې له هغې سره راتلونکى ګډ ژوند جوړ کړم  اودا خبره مې څو واره ورته کړې وه ؛خو هغه به پرې غلې شوه،سره له دې چې هغه يوه ښاري نجلۍ وه خو د واده د نوم له اوريدو سره به چې د هغې په غومبرو كې كومه سرخي ښكاره كېده ماته  يې د يوې پاكې او سپيڅلې كليوالي نجلۍ دمينې احساس راكاوه  اودهغې غلي کېدل راته د رضايت  په مانا وو.
اووف ! زه څومره ساده وم،دهغې په زړه كې چې كوم اور بل وو تاوونه به يې پر مخ باندې ديوې سرخۍ په بڼه راښكاره شول . دغې سرخې ته ما د يو جذباتي شاعر په څير خپل تعبيرونه لرل. تعبيرونه او حقيقت سره ډېر لري دي. زه له دومره نژدې والي سره-سره له هغې نه څومره لري ووم،زه نه پوهيږم چې ددې هر څه احساس راته ولي دومره دروند تماميږي.؟
 

* * * *
يوه ورځ مې همداسې له شرارت نه ډکه پوښتنه ورنه وکړه، له غلي کېدو سره يو څه جدي شوه ويښتان يې په لاس پورته واړول، يوه شيبه يې خپل دواړه لاسونه سره ومروړل بيا يې  ګوته راته ونيوه او  په پوهيدلي  ډول يې په  نسبتا جدي لهجه راته وويل: که دا ومنو چې دهر بريالي نارينه تر شا ديوې ښځې لاس دى،بيا دا ولي نه منو چې د هري ښځې په بي لاريتوب کې د يو نارينه لاس وي ؟
خداى شته دغې پوښتنې يو څه وارخطا كړم، ما ويل په مطلب دې پوه نشوم چې ولي دا خبره كوي؟
- ځان پوه کړه، د داسې نارينه وو په اړه ستا نه نظر مالومول غواړم.
- دا خبره دې زما په اړه وکړه ته فکر کوي، چې زه تا ختا باسم؟
- نه ،دا يو واقعيت دى،چې خلک يې اوريدو ته تيار نه دي ځکه خو تاهم ټکان وخوړ.
- ګوره ګرانې زه په خداى،رسول ...... په ايمان درته وايم، چې راباندي ګرانه يې زه تل ستا په اړه فکر کوم ،د دغو سوچونو له امله خلکو راباندې دسودايي نوم اېښی دی.
- زه پوهيږم چې درباندې ګرانه يم ؛خو ښځې تر نارينه ډېرې حسودې دي ، زه هم ستا بيلتون نه شم زغملاى اوس زما پوښتنې ته راشه او ځواب راکړه.
_ ستا خبره سمه ده، داسي نارينه شته چې نجونې ختا باسي او بيا يې په نيمه لار کې پريږي،خو زه د هغو نارينه وو څخه نه يم.  ژمنه درسره کوم چې زه به تا په هيڅ حالت کې له لاسه ورنه کړم او يوازي دې نه پريږدم .
زما له دې خبرې وروسته يې په سترګو کې اوښکې راغلې ما  په رستورانټ کې شاوخوا ميزونو ته وکتل چې د چا راباندې پام شوى نه وي. بيا مې په يولاس ددې لاس ټينګ کړ او د غلي کيدو مې ورته وويل هغې هم په کاغذي دسمال خپلې اوښکې پاکې کړي.
داوښکو له پاکولو وروسته يې سر راپورته کړ ځان يې سمبال کړ وې ويل : دا راته ووايه چې په همدې حالت  کې درباندې ګرانه يم؛ که زما د شخصي ژوند په اړه پوه شي بيا به هم درباندې ګرانه اوسم ؟
ما ورته وويل دا څه وايي په دارنګه پوښتنو زه خفه کېږم،ته څه ډول امتحان له ما نه اخلي، چې ستا باور راشي؟ زما ته په کار يي دکورنۍ په اړه دې فکرنه کوم. هرڅنګه چې وي له موږ نه به ښه وې . البته دا وروستۍ خبره مې په زړه کې له ځان سره وکړه.
_ زه هم نه غواړم تا تېر باسم، غواړم د خپل ژوند کېسه  درته په رښتيني ډول وکړم.
_ همدا خبره خو زه غواړم او دې ته ډېر ليواله يم چې ستا دکورنۍ په نظر پوه شوم او جرګه دروليږم او خپله دې کړم، نو ته ولي راته نه وايي چې ستونزه په څه کې ده ؟
_ زه ويريږم  زما سره يو پټ راز دی  که ژمنه راسره کوي چې زما زړه به نه ماتوي دغه راز به درته ووايم.
_ ما ورته بيا وويل زما قبوله يې، زه يو روشنفکره ځوان يم دومره تنګ نظره نه يم، زه غواړم تا راخپله کړم د خلکو او کورنۍ له خبرو پسي نه ګرځم.
نه پوهيږم څنګه مې له خولې نه د روشنفکرکلېمه راووته،دابه  ښايي د ډېرو مجلو لوستلو اغيزه وه، دښځو د برخليك په اړه مې په مجلو او اخبارونو كې ډول ډول كېسې لوستې وې ،له دې خبرې وروسته مې دغه كېسې او كركټرونه ټول مخې ته ودريدل ، زه نه پوهيدم چې دا به د كوم ډول دردناك برخليك كېسه راته كوي. په ماشوموالې کې دبل چا په نوم شوې ؟  پلار اومور يې خوښې ته نه پريږدي؟ له مانه مخکې ورته  بل چا دوکه ورکړې؟ په لسګونوداسې پوښتنې مې په مغزو كې ګرځيدې.
ورته مې وويل: راته ووايه زه يې اوريدو ته تيار يم.
په همدې خبرو کې وو، چې د څنګلې له بکس نه يې موبايل راويسته ما د موبايل زنګ وانه وريده خو وارختا غوندې شوه، کله يې چې خبري خلاصي کړې راته وې ويل: مور مې سخته ناروغه ده روغتون ته يې بېولې زه ځم ،،روانه شوه.  ما ويل ته ودريږه،،،، خو هغه لاړه شاته يې ونه کتل ووتله، په رسټورانټ کې به ناستو خلکو فکر کړی وي چې نجلۍ ورنه مروره شوه.
 
هغه خبره چې د ګډ ژوند دجوړيدلو په اړه موبايد سپينه كړې واى  پاتې شوه، سره له دې چې ددې د شخصي ژوند په اړه پوهيدلو ته مې تلوسه ډېره وه، خو يو ډول ويرې هم اخيستى ووم.
ترماښامه مې مغزو ته ډول ډول فکرونه راتلل. زه په دې پوهيدم هغه څه چې يو څوک ورپسې ګرځي پيدا يې کړي رواني حالت  يې سميږي، خو زما زړه په دې رپيده چې پلار اومور به يې څه ډول خلک وي ما به ومني او که نه؟
په همدې سوچونو کې وم چې موبايل ته مې زنګ راغی ،ګورم چې د هغې نمبر دی. د اوکي ټڼۍ مې کېکاږله. ما وويل مور دې څنګه ده؟ په ژړغوني غږ يې راته وويل هغه هسې يوه بهانه وه، ما نشوای کولای مخامخ درته ووايم، زه او زما کورنۍ حاضره ده چې له تاسره واده وکړم اوس هرڅه تا پوري اړه لري.
ـ دا خو ښه خبره ده نو بيا ‌‌ژاړې ولي؟
- هغه کېسه در په زړه کوم ،چې په مجله کې دې لوستې وه،هغه نجلۍ يادوم چې خپل پلندر يې دليوانو په لاس ورکړه او بيا بد بخته شوه! هغه بل څوک نه، په خپله زه وومه !!!

خوشال خليل