بسنه

چــې اوښــكو تــه خـورې لــپـې لېمه راكړي خدای
قبول مې دي هرڅه لـــرم هــــرڅـــــه راكـــړي خداى

كه وخت مې له تندي دسجدو نښــې دي ويـنځلي
ستا در كې ټيټېدو تــه اوس بــاڼـــه راكـړي خداى

له ډېر شكر وېستو مې پـــكې ژبـــه شـــــوه غــلته
د هر څه پرځاى اوس وايم چې (څه راكړي خداى؟)

سپرلى سپرلى ښايست به څه قابــل و دزړه ســوي
د دووسترګو چينو كې چې اوبه راكــــړي خــــداى

سينه مې ستا دهــجر يـــخو شپــو كې سړه نه شوه
پر شونډو اســـوېـــلي تـــاوده تـاوده راكړي خداى
 

              اسلام مې بې له قيد او شرط په دې (( وړه )) منلی
              فطرت نه چې خويونه پـــښتـــانــــه راكــــړي خـــداى

ننګرهار،د مولوي صيب خالص بابا مېنه
حيات الله وړ