ګرانه الهام جانه سلامونه او پیرزونې !
 
هیله ده چې روغ او جوړ به یاست. هره ورځ مو په ویبلوګ کې نوې موضوعګانې او شعرونه لولم او خوند ترې اخلم، خو په دې وروستیو کې یوې خبرې ډیر حیران کړی یم چې ټولو ویبلوګ چلوونکو په یوه غږ د تبصرو برخه تړلې او کیدای شي دا هم د ځینو هغو کسانو له امله وي چې د قلم عفت په پام کې نه نیسي. خو د یادونې وړ ده چې نن سبا ډیرو سترو سترو ویب پاڼو د تبصرو برخه پرانیستې پریښې وی. هغوي یو سیستم لري مخکې له دې چې پر یو موضوع تبصره خپره شي یو ځل یې ګوري چې ایا تبصره د خپریدو وړ ده او که نه. نو له همدې امله زه دا غواړم پوه شم، چې آیا دا نه ده شونې چې تاسې ټول د ویبلوګ چلوونکې ورته یو سیستم رامنځ ته کړﺉ، مخکې له دې چې  تبصره خپره شي هغه ولولﺉ که چیرې ناشونې وي، خیر دی تاسو د تبصرو برخه پرانېستې پریږدﺉ او هغه کسان چې د قلم عفت نه ساتي خدای دې ورته هدایت وکړي که نه وي نو خدای دې ترې د قلم د استعمال توان واخلي
 له تا او ټولو ویبلوګ چلوونکو څخه هیله ده چې دې موضوع ته پاملرنه وکړﺉ او که امکان لري دا ایمیل له نورو سره هم شریک کړﺉ.

 
                                                        په درناوي 
                                               ستاسې ورور الهام نیازی

 سلامونه  ! وروره

خداى دې تا هم روغ جوړ او خوشحاله لري.  پدې وروستيو کې د تبصرو په خونه کې يوڅه ستونزې پيدا شوې چې له امله يې د ټول افغان د اډمنسټريټر لخوا په ټولو بلوګونو تبصرې بندې شوې، دا تبصرې بلوګران نه بندوي بلکه د اوس لپاره بيخي بندې شوې دي، ستا په څېر به ډېر نور لوستونکي هم ددې سپيناوي او وضاحت په تمه وي، ماته نور هم ډېر اميلونه د تبصرو د بندېدو په اړه راغلي  دي، رښتيا هم د تبصره کوونکو د ناوړه تبصرو د منخيوي لپاره بايد داسې نه واى شوي چې بيخي د تبصرو خونه و تړل شي، بايد سستم يې يوڅه بدل شوى وى؛ کمپيوټر ته هم وايرس راځي خو ددې مطلب دا نه دى چى مونږ دى کمپيوټر وتړو .  نور نو زه پدې اړه څه نشم ويلى او نه هم  تبصرې آزادولى شم.

ورور دې

نصرت الهام