د گران جلال امرخېل په ليکنه !
په دې وروستيو کې ګران حنيف حيران د لنډيو يوه نوې بڼه چې اول يې ورته مصرييزې وويل او بيا يې ټپيزې کړې را وړاندې کړه، فکر کوم له جوړښت سره به يې ټول اشنا وي، رښتيا هم رواني او يا هم موسيقيت يې دومره د پام وړ و چې خورا زيات لوستونکي څه، چې ليکونکي يې هم پيدا کړل، دوه ورځې مخکې د سوما بلوګ په پاڼو کې د مطيع الله طابع په نوم يو ورور د ( ټيکه ييزې ) په نوم د لنډيو نه د جوړ شوي شعر يوه بله بڼه پر ليکه کړه چې، ګران جلال بيا په خپله ليکنه ( ټيکه اييزې او ټپه ايزې ) کې ډېره ستاينه کړې وه او د ټپيزو پر ځاى يې ټيکه ييزې غوره او په زړه پورې بللې وې .
د جلال د ليکنې نه وروسته ما تمه درلوده چې، حيران به هم ددې انتقادي ليکنې په ځواب کې يوڅه وليکي او ددې تمه مې هم درلوده چې حيران به په خپله ليکنه کې له جلال نه زيات افراط وکړي، چې د دواړو د ليکنو له لوستلو وروسته به بيا زه په همدې موضوع په ډاډه زړه يوڅه وليکلاى شم. خو داسې ونه شول
که مونږ د ګران جلال هغې ليکنې ته ځير شو، ډېره ښه کره کتنه ده، هغه بېله خبره ده چې زه او حيران صيب ورسره جوړ نه يو خو د جلال د فکر ترجماني کوي.
زه ددې ليکنې له ځينو ځايونو سره جوړ يم لکه په يوځاى کې ليکي .
((تر ډېر کشمکش او فکر وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې د ټپه ايزو ليکل کوم ستونزمن کار نه دی ، هر څوک ،نوی او بې نوښته شاعر هم کولی شي چې ټپه ايزې وليکي خو په دې شرط چې د ټپې انتخاب يې په زړه پورې وي .
ځکه چې د ټپه ايزو ټول سور او تال په ټپې پورې اړه لري ))
رښتيا هم همداسې ده، څو ورځې وړاندې مې د حيران په بلوګ کې د يو ملګري لطيف الله صادق څو ټپييزې ولوستلې، دومره خوند مې ترې اخستى دى چې د جلال امرخېل نوي غزل به هم دومره خوند نوي راکړى، خو ګران صادق دې رانه خپه نشي، نوره شاعري يې بيا زما د ذوق سره چندان برابره نه ده داځکه چې صادق حماسي او سياسي شعرونه ليکي او زما شاعرانه او رومانټک شعرونه ډېر خوښېږي. حماسه مې هم خوښېږي خو نن سبا دې ته هم خلک حماسي شعر وايي.
مالګه مرچکى
صدر بش د خربچى
کنه نو څومره حماسه چې د خوشحال بابا پدې شعر کې پرته ده د اوسنيو شاعرانو ټول حماسي شعرونه ورته نشي رسېدلى .
بدرګه که محبت راسره نه وى
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
په دې ليکنه کې ګران جلال يوه بله خبره هم راوړې ده هغه دا چې ټپييزه د ټپې د تل پاتې کېدو او خوندي کېدو لپاره يوه وسيله نشي کېدلاى، رښتيا هم ټپه يو ژوندى ولسي ادب دى چې حتا ځينې ټپې په زرګونو کاله عمر لري، ټپه پخپله په ځان کې دا وړتيا لري چې ځان ژوندى او خوندي وساتي، سره له دې چې زمونږ ولسي خلک په ليک لوست نه پوهېږي، چې خوندي يې کړي، خو ټپې خپل ځان د خلکو په ذهنونو کې پوخ خوندي ساتلى دى، چې دادى اوس د کمپيوټر او ټکنالوجۍ دور ته رارسېدلې ده .
خو پدې ليکنه کې ګران جلال زما په فکر په يوڅو ځايونو کې ډېر افرط هم کړى دى، او ټپييزه يې بيخي يو بېکاره او زيانمن شى ګڼلى دى، زما په فکر د ټپييزې لپاره همدا افتخار بس دى چې په يوه نوې بڼه ټپې تکراروي، په نوې بڼه هغه څه تکراروي چې هغه ډېر ارزښتمن او خوږ دى، د اولس له سپېڅلي زړه راوتې خبره ده، لکه څنګه چې اوسني نوي دور کې په شعر کې نوښت ډېر مهم دى، نوښت دومره اسانه هم ندى، ځکه کومې خبرې چې اوس د شعر په ژبه بيانېږي دا خبرې څو سوه کاله مخکې، خوشحال بابا، رحمان بابا او حميد بابا بيان کړي دي او چې له دوى کومې خبرې پاتې وې هغه حمزه بابا، غني خان، قلندر مومند او اجمل خټک ورپوره کړې، خو خبره داده چې يوه زړه خبره له يوې نوې زاويې تکرارول هم نوښت دى.
نو که مونږ يو زوړ مفهوم په نوې بڼه را اخلو او له نوې زاويې ورته ګورو دا نوښت کېدلاى شي، نو ټپييزه هم ټپې ته له نوې زاويې نه کتل او په نوې بڼه د خلکو مخ ته د ايښودلو نوم دى، چې ښه په ډاډه زړه ورته نوښت ويلى شو او بله خبره د ټپييزې د روانۍ او موسقيت ده چې دې هم ټپييزې ته وزن ورکړى دى .
د ټپيزې په اړه چې ګران جلال کومې اندېښنې لري، هغه يې يوڅه پرځاى دي خو دغه يوه خبره چې ټپييزه د ټپې يو خوږ او نوى تکرار دى، د ګټې خبره ده چې ټولې اندېښنې پرې لرې کولاى شو او د ټپې په لاره کې يې خنډ نشو بللاى .
او دا چې په سوما بلوګ کې د ښاعلي طابع خپروو شويو ټيکييزو ته ګران جلال خوشحاله دى او د لنډيو انکشافي بڼه نوم يې هم ورسره تاييد کړى دى، هغه هم ډېرې ستونزې لري، که د ټيکه ييزو دې برخې ته خوشحاله يو؛ هغه لنډۍ، چې لومړي نيم بيتي يې سره يو دي، سره راغونډې او سره پراخې به شي، دا خو د خوشالۍ خبره ده خو، په دغې بڼه او په دغې ترتيب ليکل او راغونډول په آهنګ او موسيقيت کې له ټپييزو سره سيالي نشي کولى.
په سوما بلوګ کې ددغو ټيکه ييزو ټپې يا لنډۍ له هغو لنډيو خوږې دي چې ټپييزې پرې ليکل شوي دي، خو ددې پر ځاى چې د لنډۍ له آهنګ سره له موسيقيت سره او له خوند سره يې مرسته کړې وي، اهنګ يې مات کړى او موسيقيت يې خراب کړى دى .
که مونږ غزل ته وګورو په غزل کې چې کوم غزلونه په لنډ سېلاب او لنډو څپو کې ليکل شوي وي په هغې کې موسيقيت زيات وي او کوم غزلونه چې سېلابونه يې زيات وي موسيقيت او اهنګ يې کم وي، دلته په ټپه کې هم د ټپې د لومړي نيم بيتي څپې او سېلابونه کم او د دوهم نيم بيتي سېلابونه زيات دي چې د لومړي نيم بيتي پسې نور بيتونه ور زياتول د ټپې آهنګ ښکلى کوي، او د وروستي نيم بيتي پسې يې نور بيتونه ورزياتول د ټپې اهنګ خرابوي.
د بېلګې په توګه :
دوه ټيکه ييزې
مسلماني په چا کې نشته
به لندو لښتو مې وهي ما ژړوينه
دلاس بنګړي مې خرڅوي ما ژړوينه
د زړګي کور مې ورانوي ما ژړوينه
جانان له ما جدا کوي ما ژړوينه
خداى دې زما کړه غونډې منډې
د بادار ځمکه به کرم تا به ساتمه
په ځان به شپه ورځ يو کوم تا به ساتمه
لنډۍ کچر به چلوم تا به ساتمه
په سر به غټې پنډې وړم تا به ساتمه
او دا هم دوه ټپييزې
شېبې د مرګ دې نه وي لنډې
وهم دې شپې او ورځې منډې
وهي دې خلک په ما ملنــــډې
خدای دې زما که غونډې منډې
په سر به پنډې چلوم تابه ساتمـــــه
پاتې زما تر دې ښېرې شــــې
وروسته تر دې اېرې اېرې شې
نه د حُجرې نه د دېرې شــې
چيلمه مات ټوټې ټوټې شـې
مين په ما دی غم په تا غلطوينــه
زما په فکر ټپيزې او ټيکه ييزې دواړه، په يوه نوې بڼه او د معاصر ادب مينه والولپاره په يو نوي انداز يو خوږ تکرار دى.
په دې دواړو کې به داسې هم ډېر وشي چې يوه ټپه به دوه او درې ځل څه چې لس ځل هم تکرار شي، يو شاعر به په يه ټپه ټپيزه يا ټيکه ييزه ليکي بل به يې هم پرې ليکي او بل به يې هم پرې ليکي. ما چې څومره ټپيزې ليکلي دي، بس چې کومه ټپه مې خوښه شوې ده نو هغه مې د ټپييزې په چوکاټ کې خلکوته د يو خوږ تکرار لپاره وررسولې ده، ما غوښتل چې په وبلوګونو کې چې کومې ټپيزې په ليکه کېږي هغه ارومرو ولولم چې په داسې کومه ټپه، ټپييزه ونه ليکم چې يوځل پرې ليکل شوې وي، خو هغه بله ورځ مې خپلې ليکلې ټپييزې لوستلې، دوه ټپې مې تکرار ليکلې وې او خپرې کړې مې هم وې، يوځل مې هم خپله پرې ټپييزه ليکلې وه او دوهم ځل مې بيا هغه هېره وه نو بيا مې هم پرې ليکلې وه، دا چې زما په دې د ګوتو په شمار ټپييزو کې داسې تکرار پېښېږي، نو د دومره ډېرو شاعرانو په منځ کې خو به داسې ډېر پېښ شي، خو لکه مخکې مې چې وويل، ټپييزه د ټپې نوى او خوږ تکرار دى نو دادې هم پکې جواز ولري.
ټپې خو د هرچا خوښېږي او ګران جلال څومره چې ماته مالومات دى د لېونتوب تر حده ورسره مينه لري، ځکه يې دغه ليکنه کړې ده او د زړه خبرې يې د جزباتو سره ملې د قلم څوکې ته راغلي دي، چې ډېرې د قدر وړ او ډېرې ګټه ورې دي، ګران حيران دې ترې نه خپه کېږي او نور ملګري چې دغه ليکنې لولي او څاري يې که د ټپييزو په اړه څه نوي لري نو د ټول افغان له لارې او يا هم د بلوګ له لارې دې له مونږ سره شريک کړي .
په ډېره مينه او ډېر درناوي
نصرت الله الهام
پېښور
Nasrat.ilham@gmail.com