يوه جوړه بوټان
- ډېره مننه بس همدا کار وکړه، نه ډېره مننه د هيڅ شي اړتيا نشته کامرانه اوسې.... ښه چې دومره ضد کوې نو يوه ښه جوړه بوټان راولېږه.
زړګى په منډه راغى خو مخکې له دې چې دى هم د بوټانو فرمايش ورکړي، ميرويس ټلفون بند کړ؛ زړګي په افسوس ناک انداز وويل:
- ياره يوه دقيقه صبر به دې کړى وى، زما هم همدغه نمبر بوټان په کار دي، جلال به ماته هم راليږلي وى.
ميرويس ورته مخ کړ :
- ګرانه خير که بيا يې کله ټلفون وکړ ستا د بوټانو به هم ورته ووايم او که بوټان يې دمخه راولېږل نو خير دا ته واخله زه به يې بيا ترې کله د ځان لپاره وغواړم، زړګي سر وخوځاوه او بېرته د پخلنځي په لور روان شو؛ ديګي ته يې ګرمې کړې اوبه ورواچولې او بېرته يې خپل کتاب راپورته کړ چې د سبا ورځې د آزموينې لپاره څه نا څه تيارى و نيسي.
دېګى له پخيدو وروسته کوټې ته راوړل شو خو لا تر اوسه هم زړګى مرور برېښېده، ميرويس يې په طبعه پوى شو؛ په کراره يې ورته وويل:
- ګوره ته خفه کېږه مه جلال يواځې زما ملګرى نه دى ستا هم دى، دلته يې په ليليه کې مونږ دواړو سره شپې کړې دي خو خير که بوټان راورسېدل نو ته يې واخله .
جمعه وروسته بوټان راورسېدل، ميرويس هغه بوټان زړګي ته يوړل خو زړګي د هغې بوټانو د پښو کولو نه انکاري شو او زياته يې کړه:
- تر هغې پورې به زه دا بوټان نه پښوکوم تر څو چې جلال بله جوړه هم نه وي رالېږلي او که نه نو بيا يو بوټ ستا او يو زما او دواړو سره په کړس کړس وخندل.
بله ورځ د شنبې د ورځې د سهار ٧ بجې وي چې ميرويس زړګي ته ټلفون وکړ :
- زړګيه بس لږه شېبه د کابل د امنيې قومندانۍ تر څنګ انتظار وکړه زه هم در رسېږم او دواړه به له دې ځايه ګډ پوهنتون ته ولاړ شو، شېبه وروسته دواړه سره تر روغبړ وروسته د پوهنتون په لور د رهي کيدو تابيا کوله چې ناڅاپه د يوې چاودنې اواز پورته شو.
خو کله چې ميرويس سترګې پرانستې د کور ټول غټ واړه يې تر شاه او خوا ولاړ ول او په دغو ولاړو کسانو کې د زړګي سپين ږيرى پلار هم تر سترګو شو په بيړه يې ترې د زړګي پوښتنه وکړه، چې هغه چرته دى او څنګه دى؟
پلار يې چې اوښکې يې په مخ روانې وي وويل بچيه! تا که ښي پښه له لاسه ورکړه نو زړګي هم خپله چپه پښه له لاسه ورکړه، ميرويس زر خپل لاس اوږد کړ تر څو خپله پښه لمس کړي خو دا ارمان يې پوره نه شو.