هايكوګانې
۱
لاليه لږه ګزاره به كوو
ټيكسي خو څه چې لينډكروزر به واخلو
كه دې ګمرك كې وظيفه پيدا كړم
۲
په هر چا ګران يمه ښه قدر مې كړي
ماته ګيله په دې خبره راځي
چې مې جانان په رسميت نه مني
۳

ما ويل چې لږ زره ديدن خو راكه
ويل يې  زهر دې شه خاورې وخوره
ما ويل چې ولې درته مار ښكارمه
۴
زه د كرولې او كروزر وس نه لرم
جانانه ځه كه ورته مخه وينې
زما سايكل دې په خدمت كې دى نن
۵
لږ په رخسار د زلفو سيورى وكړه
ځكه چې دغه د لمر تېزې وړانګې
اشنا ضرور واورو ته زيان اړوي
۶
په ما دې شل جريبه ځمكه لؤ كړه
خو ستا د كور د دروازو له مخې
د پراټو درك ونه لګېده
۷
دا د بـڼو چارواكي وپوهوه
چې مې د زړه كلي كې
داسې په خپل سر عمليات نه كوي
۸
ترافيك راغلو ډير غصه راپسې
ما ويل چې خير شيشې راماتې نه كړي
خو يو د لسو نوټ لانجه ختمه كړه
۹
څه له د خړو اوبو مخ راوينځې
كه راكوې نو سمه مينه راكه
ياره په خداى نيستي مې نه خوښيږي