غزل


تور دی، د تورو سترګو تور دی ژوندون
بغير له مينې نه پېغور دی ژوندون

د برېښنا پړک دی ځي د سترګو په رپ
د نيمې شپې د بنګړو شور دی ژوندون

د سيند څپه لکه شپېلۍ د قيامت
د سيند پر غاړه مې انځور دی ژوندون

لېوني نه دي چې ځانمرګي کوي
په دوی سور شوی لکه اور دی ژوندون

اوس به يې ښه په خوشالۍ پرې کوو
دا خو پر مونږه باندې پور دی ژوندون

ناکامه خلکو ته د زهرو په شان
او که نه، خوږ لکه د مور دی ژوندون

نبيله غزل ، پېښور