غزل

دلــته پـــه يــو چــا بــانـدې مــين يمه
دا چــــې پـــه دنــيا بــانـدې ميــن يمه
ښــکلې جـــينکۍ خـو بلا ډېــرې دي
زۀ پـــکې پـــه تـــابـــانــدې مين يــمه
ته چې داسې مړه غونـدې راوګـورې
ستـــا پـــدې ادا بــانــدې مــيـن يــمه
راشـــه زمـــا ټــوله خــوښي ته واخله
زه دې پــــه خـــندا بـــانــدې مين يمه
يو چې نه وى سپي د پېښور پوليس
نور په پښتونخــوا باندې مــين يــمه 

ماته مـــلغـــلرې زمــــا اوښــــکې دي
زه پـــه خپل اشـــنا بانـــدې ميــن يمه

                                             زه لکه پښـتون، تـــياره کې اوســـمه  
                                                         هســــې پـــه رڼــــا بـــانــدې مــين يمه
نصرت الهام

پېښور