غزل

د بې غمۍ په خـــوب ويده، د مــرګ په خـــوب ويـده ده
چېـــغې مـــې نه اوري زمانه، د مــرګ په خـوب ويده ده

پرهر دې غلی کــړه، راويـــښه نه شــي، شـر به جوړ شي
زړګــيه ټولــه ښـاريه، د مــــرګ پـــه خـــــوب ويـــــده ده

پــــه پـــــرنــــګۍ ســــــينه تــــمــغه مـــې د بـابــا د نامې
د پــښتـنو ځـــلمو جذبه، د مـــــرګ پــه خــوب ويــده ده

غــــازي لاليــه ستړی مه شې، ســـتا ماشــومه لــورکۍ
پـــه ګـــلابــونو کې پرته، د مــــرګ پـه خـــوب ويــده ده

دنـــيا، لــه دې نــه پــس دنـــيا نه ده چــې چوپه خـوله ده
بــس لکه ګونــګه هــديره، د مـــرګ په خــوب ويـــده ده

                          د تــــخــيل راګونه وچېـــړه، کـــه رنــګ واړوي
                                      غزل! د فکر انګېزه ، د مرګ په خوب ويده ده

نبيله غزل ، پېښور