غزل

لــــــرې کـــــړه ربــــــاب د دنــيـــا لـــرې کــــړه
حــــسن او شـــــــباب د دنــــــــيا لـــرې کـــــړه
هــــيـــڅکـــله بـــه هـــم وفــــا ونـه کــــانـــدي
بـــــس دى نـــور احبـــاب د دنــيا لــــرې کـــړه
مــا تــــه بــــــه خداى راکړي سلسبيل شراب
نـــه څــــــښــمه شـــراب د دنـــيا لـــــرې کـــړه
هاغې امتحان کې مو دې خداى پاس کـړي
دا حـــــساب کــــتـــاب د دنــــيا لـــــرې کـــړه
حــــــورو او غــــلمـــــانو تـــــه خــــو نــه رسي
دا ګـــــلاب، ګــــلاب د دنيـــــا لـــــرې کــــړه
                                      تـــه نو اى همرازه که جنت غواړې!
                                              زړه نه دې نو خواب د دنيا لرې کړه